کور / سياسي / سیمه ییز ثبات او ملي واکمني

سیمه ییز ثبات او ملي واکمني

ليکنه: ايمل پياوړی

کله چې د سیمې دولت داران دې پایلې ته ورسیږي،چې سیمه ییز ثبات د ملي واکمنۍ د ټینګښت وسیله ده او په ګاونډیو هېوادونو کې ثبات د دوی په هېواد کې د ثبات یوه اساسي اړتیا ده،دا د دولت دارانو د لیدلوري بدلیدل ښيي. دا لیدلوری همکاري د زور،توطیې او فشار پرځای د ګټو په خوندي کوونکي انتخاب بدلوي.

له بده مرغه د افغانستان ګاونډیان سره له دې چې د سیمې او د دوی د هیوادونو په ثبات کې د افغانستان د ثبات او موقعیت ارزښت واضح درک کوي، مګر د دې باوجود لا هم په افغانستان کې د ثبات پلویان نه دي. دلیل یې دادی چې دوی کلونه کلونه د افغانستان منابع وړیا استفاده کړي دي او لا هم فکر کوي چې خپل دغه ناوړه کار ته به ادامه ورکړي، مګر اوس افغانستان بدل شوی دی. افغانستان اوس د نظام، حکومت او مالکانو لرونکی دی. نورې هیچاته هم خپلې منابع وړیا نه ورکوي.

افغانستان سره له دې چې د سیمې او نړۍ له ټولو هیوادونو سره دوستانه مناسبات غواړي. له هیچا سره هم ستونزې او کشالې نه لري او که موجودې وي، نو د خبرو او جوړجاړي له لارې به یې په قانوني او اساسي توګه حل او فصل کړي. حتی افغانستان دېته هم چمتو دی چې خپلو شته فرصتونو څخه د استفادې لپاره د واضح میکانیزم په اساس خپلو ګاونډیو هیوادونو ته هم سهم ورکړي، مګر دا سهم به د باجګیرۍ په مانا نه وي. دا به اصولي او قانوني سهم وي.

د سیمه ییز امنیت د ساتنې لپاره د قوې مشروع کارونه هم باید د سیمې د هېوادونو ترمنځ د یوه روښانه تړون له مخې ترسره شي،په دې حالت کې د سیمې هیڅ هېواد یا خلک دا فکر او اندیښنه نه شي لرلی،چې ګواکې ګاونډی هېواد د دوی د اقتدار،ملي واکمنۍ یا ملي ګټو د کمزوري کولو په تکل کې دی. حال دا چې دا مهال افغانستان له خپلو دوو ګاونډیانو ایران او پاکستان جدي اندېښنه لري، ځکه دوی یا په خپله د افغانستان په چارو کې مستقیمه مداخله کوي او یا هم د وسله والو ډلو د تمویل او تجهیز له لارې هغوی دېته لمسوي چې په افغانستان کې بریدونه او چاودنې ترسره کړي.

سیمه او نړۍ په دې پوهېږي چې افراطیت او ترهګري یوازې د افغانستان نه، بلکې د ټولو لپاره ګډ تهدید او خطر دی، مګر دوی بیا هم د ترهګرۍ پر وړاندې مسوولانه چلند نه کوي. په دې برخه کې یوازې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په صداقت او ټول قوت مبارزه کوي. د سیمې او نړۍ د هیوادونو د امنیتي قوتونو ترمنځ همکاري کولای شي،چې افراطیت څنډې ته او ګواښونه را کم کړي. که چېرې سیمه په دې برخه کې بې تفاوتي وکړي، لکه تراوسه یې چې کړې، نو مجبور دی چې افغان دولت هم داسې یوه چاره ولټوي چې له دغه جنګ څخه ځان خوندي کړي.

ځکه سیمه مجبوره او مکلفه ده چې یا به د ترهګرۍ د خطر پر وړاندې خپله ودرېږي او یا به هم په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي، ځکه ترهګري له افغانستان سره کوم جدي مشکل نه لري، دوی د بشریت دښمنان دي او که افغانستان یې مخه ونه نیسي، نو ترهګر به په لږ وخت کې ټوله سیمه ناامنه او بشري ناورین رامنځته کړي