کور / هراړخیز / نارينه پر ښځو په تشدد خپله کمزوري پټوي

نارينه پر ښځو په تشدد خپله کمزوري پټوي

لیکنه: مهر تاج
په دې ټول پوهېږو چې له ښځو سره د نارینو له خوا تاوتریخوالی ګڼ لاملونه لري. که په هر لامل یې لیکنې وشي کتابونه به پرې ډک شي، نو ځکه زه دلته له یادو لاملونو په یو غږېږم ، چې زما له نظره زموږ په ټولنه کې عام دی.
وهر تاج
دا لامل د سړیو د کمترۍ احساس او د خپل نارینتوب او برلاسۍ د ثابتولو هڅه ده.

څو ځایه مې لوستي چې: هغه نارینه چې جنسي کمزورتیاوې لري یا هم ایزګ (ایجړا) وي؛ دوی د احساس کمترۍ له وجې د ښځو سره ډېر متشدد چلند کوي. د ښځو له چغو، ځورونو اوشکنجه کولو څخه خوند اخلي، او په دې سره د نارینتوب احساس کوي او خپله کمزوري پټوي.

که څه هم متشدد او بد رفتاره نارینه ټول په جنسي کمزورتیا اخته نه دي خو د احساس کمترۍ په نقطه کې ورسره شریک دي.

ځکه دوی هم د ښځو په ځورونه او ټیټه ښودنه د خپل نارینتوب د ثابتولو او کمترۍ د احساس د پټولو هڅه کوي.

په نارینه وو کې د کمترۍ احساس ښايي ډیر سببونه ولري، کمه پوهه، په ماشومتوب کې ځورونې، اقتصادي ستونزې، فزیکي کمزورۍ، جنسي کمزورۍ، محرومیت، د خپل قد او څیرې په اړه ناسم تعبیر او نارضایتي او ګڼ نور سببونه شته چې په نارینه وو کې د ” کمترۍ احساس “ پیاوړی کوي، او ځان ورته تر نورو کم ښکاري.

زمونږ په ټولنه کې چې هم څومره ښځې او نجونه د نارینو له بد چلند؛ تاوتریخوالي سره لاس و ګریوان دي، وهل کېږي، بد عمري دي، ځورول کېږي، ښکنځل کېږي یو سبب یې همدا د ځینو نارینه وو د کمترۍ احساس دی.

دوی د ښځو په ځورولو سره د خپل کمترۍ احساس خړوبوي او ځان ته د ډاډ ورکولو او د خپلې پياوړتیا د ثابتولو هڅه کوي. دوی د همدې لپاره له ښځو سره متشدد چلند کوي. هغه کې خپل کور کې له میرمنو سره او یا هم که لارو کوڅو، پوهنتون، ښوونځیو، دفاترو او یا هم په ټولنیزو شبکو لکه فیسبوک کې د بیګانه ښځو په وړاندې وي، خو په یو نه یو ډول هڅه کوي چې د ښځو له خولې خبره او جرات واخلي او په دې توګه خپل نارینتوب او برتري ثابته او کمتري پټه کړي.

څه موده مخکې په یوه ورکشاپ کې وم، چې زما په شمول ټولې په کې څلور تنه مېرمنې او پاتې ټول نارینه ګډونوال ول؛ زه له یو داسې څارنوال یا د هغه په وینا د پوهنتون استاد چې په حقوقو کې یې ماسټري کړي وه په یوه ګروپ کې راغلم. د نظر ورکولو پر مهال به چې ما کومه خبره وکړه او نظر به مې ورکاوه، ده به داسې ښودله چې نه ما وینې او نه هم زما خبرې اوري. دغه راز د نورو دریو میرمنو هم همدا حال و. یاد ورکشاپ د جنډر په هکله و، ده په خپل هر نظر کې تر وسه وسه ښځې محکومې، ټیټي او ملامتې ښودلي. کله کله به چې د چا خلاف او جذبه کې راغلو غږ به یې دومره لوړ شو چې د غوڼدې ټول تالار به یې په سر واخیست.

دغه راز په فیسبوک کې هم د کمترۍ په احساس اخته کسان؛ په نه خبره له نجونو سره بحث ته پریوځي، تر وسه وسه هڅه کوي چې ټیټي، کم عقلې او د کور مېرمنې یې ثابته کړي او د دې کار کولو لپاره نه تنها له تهدید، پیغور تحقیره کار اخلي بلکې ښکنځلي هم ورته کوي او په دې سره هڅه کوي چې د خپل کمترۍ احساس خړوب کړي او ځان پیاوړی وښيي.

د هلکانو او نجونو په مشترکو پوهنتونونو او ښوونځیو کې هم: نجونې د کمترۍ په احساس له اخته هلکانو سره په ورته ستونزو کې ښکیل دي.

یاد نارینه داسې احساسوي: که یوه ښځه یې پر وړاندې د لوړ فکر او استعداد خاونده وي نو ددوی استعداد، فکر او سړیتوب به د سوال لاندې راشي او یا که یوه ښځه زده کړي ولري دده په زده کړو به منفي اغېز وکړي ، او که چیرته د یوې لوستې ښځې په مقابل کې نالوستی نارینه قرار ولري بیا خو بیخي ورته د زغم نده، ځکه د دوی فطرت دا نه خوښوي چې ښځه دې په هغه څه پوه شي او یا ولري، چې دوی پرې نه پوهيږي. په همدې خاطر ځینې نارینه له هرې وسیلې کار اخلي چې د ښځو په وړاندې ځان پیاوړی ښکاره کړي.

برعکس هغه نارینه چې د کمترۍ په احساس نه دي اخته، ريښتنی نارینتوب لري، د پیاوړي پوهې، درک او عقل خاوندان وي نه یوازې د ښځو بلکې د ټولنې له ټولو طبقو سره یې چلند پر متانت او سنګینۍ ولاړ وي. دوی د نرم طبعیت او لویې حوصلې خاوندان وي. د ښځو پر وړاندي یې چلند له درناوی او احترام ډک وي. ټولنیز نزاکتونه مراعتوي او دا چې پر خپلو وړتیاوو او پوهې ډاډه وي، نو د ثابتولو لپاره یې د ښځو د کمزوري ښودلو هڅې نه کوي.

پیاوړتیا او نارینتوب د ښځو په توهین او شکنجه کې نه، بلکې ښځو ته په احترام او پر وړاندې یې زغم او درک درلودلو کې دی.