کور / راپور / د کندهار امنيه قومندان: عمران خان اوس هم د پخوا فکر کوي

د کندهار امنيه قومندان: عمران خان اوس هم د پخوا فکر کوي

د کندهار امنیه قوماندان د پاکستان د لومړي وزیر عمران هغه څرګنونې غندلي، چي په افغانستان کې د موقت حکومت په اړه کړي وې.

تورنجنرال تادین خان په یوې اعلامیه کې ویلي، د پاکستان لومړي وزیر خپل حماقت بیا ښکاره کړ او د افغانستان د ورانولو په خیال یې ځينې څرګندونې وکړې.

هغه زیاته کړې هیچا ته د افغانانو په خپلمنځي پرېکړو او کورنیو چارو کې د مداخلې اجازه  نه ورکوي.

دده په وینا پاکستان تل له افغانستان سره د ګاوندیتوب له اصولو سرغړونه او زموږ په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه کړې ده.

هغه په یوې اعلامیه کې ویلي: عمران خان په افغانستان کې د موقت حکومت خبرې کوي، له دې معلومېږي چې طالبان، پاکستان او (ای. اېس. ای) مذاکراتو ته کښېنولي، پاکستان غواړي چې یو ځل بیا بشپړ اقتدار د طالبانو لاس ته ورشي او د افغانستان د خپلې صوبې کېدو خوب یې رشتیا شي.

تادین خان له حکومته غوښتي، چې د افغانستان په اړه د پاکستان د لومړي وزیز عمران خان د وروستیو څرګندونو پر وړاندې د نړیوالو اصولو سره سم لازم اقدام وکړي او د هغه غیر مسؤلانه څرګندونې د ملګرو ملتونو تر سازمانه ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم د تېرې جمعې په ورځ د باجوړ په سرحدي سیمه کې د ځايي اوسېدونکو یوې غونډې ته په خپلو خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې به ډېر ژر د دغه هېواد د ټولو خلکو په خوښه یو نوی حکومت جوړ، سوله به په‌کې ټینګه او په سیمه کې به اقتصادي اسانتیاوې رامنځته شي.

صديق الله افغان