کور / راپور / افغان او هندي پوهنتونه په انلاين بڼه وصليږي

افغان او هندي پوهنتونه په انلاين بڼه وصليږي

تېره ورځ د افغانستان او هند چارواکو په انلاين ډول د دواړو هيوادونو د پوهنتونونو د نښلولو تړون لاسليک کړ.

دا تړون د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت اود هند د انکشاف وزارت د چارواکو ترمنځ لاسليک سو.

د دغه تړون له مخي به افغان پوهنتونونه د هند د تعليمي بهير سره په انلاين ډول وتړل سي.

د لوړو زده کړو وزارت وياند فيصل امين وايي، ددغه تړون له مخي به د افغانستان پوهنتونونه د “سوايم” SWAYAM په نوم د هند د زده کړو سيسټم ته په انلاين ډول لاسرسی ولري.

د هغه په خبره، د دغه تړون د لاسلیک هدف د هندوستان د علمي او تعلیمي موسسو سره د اړیکو لا ټینګیدل او د دغو دوو هیوادونو ترمنځ په الکټرونیکي بڼه د زده کړو د بهیر پراخیدل دي.

ښاغلي امین وویل ” په عملي ډول به پر دغه ټړون د اپریل له میاشتې څخه  کار پیل سي. هغه پوهنتونونه، چي په لومړي پړاو کې به په دې پروګرام کې شامل سي د کابل، کندهار، هرات، بلخ، پولیتخنیک، ننګرهاراو د خوست شیخ زاید پوهنتونونه شامل دي”.

د ياد پروګرام له مخي به د هند تعليمي پروګرامونو ته افغان محصلين په انلاين توګه لاسرسی ولري او په وړيا ډول به ګټه ورڅخه اخيستلای سي.

افغانستان تازه د انلاین لارې د لرې واټن څخه د زده کړو پروګرام پیل کړی دی.

د لوړو زده کړو وزارت وايي، په افغانستان کي د انټرنیټ په مټ د انلاین لوړو زده کړو پروګرام د ” د افغان ایکس” په نوم ترتیب سوی، چي په انټرنیټ کې په همدې نوم موندل کېږي.