کور / راپور / افغان لوبغاړي د کرکيټ د ټيسټ لوبو په درجه بندۍ کي راغلي دي

افغان لوبغاړي د کرکيټ د ټيسټ لوبو په درجه بندۍ کي راغلي دي

 افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د څلورو لوبغاړو نومونه د ټسټ لوبو په نړیوالې درجه بندۍ کې راغلي دي.

د کرکيټ ټيسټ په نړيوالو سياليو کي څلور افغان لوبغاړي په درجه بندۍ کي راغلي دي.

افغانستان د دوشنبې په ورځ (مارچ۱۸) له ایرلنډ څخه د ټسټ لوبه وګټله او په دې سره ئې په دغو سیالیو کي خپل لومړی بری ثبت کړ.

رحمت شاه زرمتی لومړی افغان منډه جوړوونکی دی چې د کرکټ د ټسټ لوبو په درجه بندۍ کي ئې نوم راځي. رحمت شاه له ایرلنډ سره په ټسټ لوبه کي ټولټال ۱۷۴ منډي وکړې او په دغه درجه بندۍ کي ۸۹ مقام لري.

همداراز افغان تیز توپ اچوونکي “یمین احمدزي” پنځوسم مقام ترلاسه کړی دی.

 راشد خان بیا په ۶۷ او وقار سلامخیل په ۹۸ مقام کي راغلي دي.

 راشد خان لومړی افغان بالر دی چي د ټسټ لوبې په یوې پاڼۍ کي ئې پنځه مخالف لوبغاړي وسوځول.

دا مهال د ټسټ لوبو په منډه جوړونکو کي د هند کپټان ویرات کوهلي اول او په بالرانو کي آسټرالیايي پاټ کمیونز لومړی دی.

هند د ټسټ په لوبو کي لومړی مقام لري او  افغانستان یوولسم دی.