کور / سياسي / پاکستان له لویځه کسات اخلي

پاکستان له لویځه کسات اخلي

ليکنه:ودان روښان

پاکساني چارواکو او ستراتېژیستانو چې له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د خپل لاسپوڅي حکومت واک ته رسولو یا هم افغانستان د خپلې پنځمې سوبې جوړولو هڅې پیل کړي دي.

پاکستان د ذوالفقار علي بوټو واکمنۍ پر مهال اخوانیان د پېښور په بالاحصار کې ځای پرځای او لومړی یې د وخت پرولسمشر محمد داوود خان د فشار الې په توګه ترې کار واخیست. اخواني ډلو هغه وخت د ګلبدین حکمتیار په مشري پر کونړ او د احمدشا مسعود په مشري په پنجشیر کې بریدونه وکړل چې د ذوافقار علي بوټو نږدې بړیڅي او په افغانستان کې د بغاوت پروژې مسووله نصیرالله بابر په وینا د کونړ او پنجشیر بریدونو پایله ترهغه لاهم اغیزمنه او ګټوره وه چې دوی یې اټکل کړی و.

پرافغانستان د پخواني شوروي یرغل د پاکستان دغه خوب رښتیا کېدو ته نوره هم زمینه برابره کړه داسې چې پاکستان خپلو هژموني ستراتېژيکو موخو ته په رسېدو کې له شوروي او د هغه له سپوږمکۍ هېوادو پرته ټوله نړۍ خپله ملاتړۍ ولیده. هغه چې وایي:

 اسپه دې له بله، متروکه د خپله چې نن یې نه ځغلوې نو کله؟

پاکستان په خپل لاس جوړکړیو تنظیمونو په لاس د جهاد په پلمه له یوې مخې د افغانستان مادي او معنوي شتمنیو له منځه وړلو ته پر خپل ټول توان راودانګل. کله چې شوروي ړنګ او په افغانستان کې د پاکستان په لاس جوړې شوې ډلې ټپلې واک ته ورسېدې تر ډېره یې د خپل ولینعمت(پاکستان) په خوښه او اشاره د افغانستان پاتې مادي او معنوي شتمني هم له منځه یووړه خو پاکستاني چارواکي پر دې هم قانع نه شول. د ای اس ای پخوانی افسر امیر سلطان چې په کرنیل امام مشهور دی خپل یادونه داسې بیانوي:((هغه ډول چې موږ غوښتل هغسې د مجاهدینو حکومت جوړ نه شو. موږ خو دا ګڼله چې افغانستان به د پاکستان لکه د پنځمې صوبې په شکل وي، موږ به د یو ښه ګاونډي هېواد په توګه له دې سیمې هر ډول ګټه اخیستلی شو او دا جغرافیه به کله هم زموږ  خلاف بیا استعمال نه شي او نه به هم د پاکستان دوښمن دلته د پښې کېښودو د ځای پیدا کولو جوګه شي خو دا هرڅه یو خوب شول او موږ په تش میدان پاتې شولو.۱))

پر همدغه دلیل پاکستان خپلو موخو ته د رسېدو له پاره تر ټولو جاهله او له سیاست او ستراتېژي ناخبره ډله چې یوازې د ای اس ای په لارښوونه یې د خپلې او بل وینې له تویولو نورڅه نه وزده راخوشې کړه. په دې اړه کرنیل امام زیاتوي((موږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعیت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان کې یو سیاسي حکومت جوړ کړي خو د دوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو موږ په یو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره یوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او د ځان له پاره یوه خوندي سیمه پیدا کړو. هم هغه و چې د مجاهدینو ترمنځ له یو اوږد څوکلن جنګ وروسته طالبان د خلکو له پاره د سولې د فرشتو په توګه راپیدا شول او په ټول افغانستان یې قبضه وکړه او موږ ته یې د پاکستان د خوندیتوب یو نوی فرصت په لاس راکړ.۲ ))

کله چې پاکستان طالبان واک ته ورسول او د کرنیل خوب رښتیا شو او د کرنیل امام د سولې فرشتو مزه نه یوازې افغانانو بلکې ان امریکا هم څکله. په دې اړه له ډېرو خبرو تېرېږو. خو کله چې د سپتمبر یوولسمه پېښه رامنځته او د امریکا ولسمشر جورج بوش اعلان وکړه چې ټوله نړۍ دوه لارې لري یا له موږ سره او یا به له ترهګرو سره درېږي او درېیمه لار نه شته. دغه راز، بوش د پاکستان پوځي حکمران پرویز مشرف ته سره کرښه راکش کړه چې که د امریکا ملاتړ ونه کړي نو هېواد به یې ډبر پیر ته ورستون کړي نو ځکه خو پاکستان له خپلې موخې تکتیکي پرشا تګ وکړ او ویې ویل چې پهلا پاکستان یانې لومړی پاکستان.

خو د دوه درې کلونو په تېرېدو  یې بیا د خپلو تېرو هڅو په دوام یو ځل بیا موقع برابره کړه یا ورته برابره کړای شوه یا هم په لاس ورغله او پاکستان یو ځل بیا د خپلې خوښې ډله (طالبان)په ډېره ټګي او برګي سمباله او په افغانستان کې یې د پرمختګ مخه پرې ډب کړه.

اوس چې هغه د چا خبره د امریکا اودس په تنګ دی او د تېښتې لار لټوي هغه هم پر خپل فکر غواړي په بریمنه بڼه پر شاتګ وکړي نو پاکستان په ډېره چالاکي غواړي خپلې پخوانۍ موخې ته ورسېږي.

سره له دې چې اوس امریکایانو ته په جیب کې پوچ چارمغز وراچوي او په ښکاره د طالبانو په خوله امریکایانو ته ډاډ ورکوي چې د امریکا په وتلو سره به په افغانستان کې سم سمکی رامنځته خو په حقیقت کې غواړي چې په افغانستان کې د امریکا او نورې نړۍ په خورا لوړ لګښت رامنځته شوې ټولې لاسته راوړنې پر اوبو لاهو کړي.  اوس چې پاکستان له یوې خوا طالبان امریکایانو سره خبرو ته کینولي له بله پلوه یې جګړو ته زور ورکړی او داسې رپوټونه هم شته چې طالبانو راتلونکي کال له پاره طالبانو جنګي چمتووالی نیولی دی. داسې ښکاري چې پاکستان هم پر خلیلزاد د بینین سیوان ټوکه کوي. هغه وخت هم ټولو تنظیمونو په ښکار د ملګرو ملتو پلان منلی و خو ای اس ای ځینې ډلې لمسولې وې چې د یوې دسیسې په ترڅ کې یې د نجیب حکومت نسکور او د ملګرو ملتو پلان ناکام کړ. اوس هم سره له دې چې پاکستان د طالبانو په خوله امریکا ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به پر امریکا برید نه کېږي امریکایان به له افغانستانه ووځي خو د خبرو نورو جزیاتو په اړه ډېر څه نه دي خپاره شوي. پاکستان هڅه کوي طالبان د جګړې له لارې ولایتونو لاندې او د افغان ځواکونو مورال کمزوري کړي. دغه راز، ای اس ای هڅه کوي د طالبانو په لاس په ګرمه یا هم سړه او یا هم رواني جګړه افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه وپاشي او دولتي واکمني پرې ړنګه کړي او په دې سره ټولې هغه مدني ازادیانې له منځه یوسي. ځینې طالب پلوي وایي اوسني طالبان د شل کاله مخکې طالبان نه دي چې د انساني ازادیو خلاف وو خو داهسې یوه دوکه ده اوسني طالبان ترپخوانیو هغو لاډېر جاهل دي، هغه وخت طالبانو ځانمرګه بریدونه، نه و زده، پر ملکي وګړو یې له یوې مخې ډزې نه کولې لکه فواید عامې وزارت او د شهیدانو او معلولینو ادارې پر کارکونکو یې چې وکړې او لسګونه ملکي مامورین ښځې او نارینه یې په ګولیو وویشتل، هغه وخت طالبانو د ملکي وګړو ترمنځ ځانمرګه او موټر بم چاودنې نه کولې خو اوس دغه ټول کوي، نو که بیا واک ته ورسېږي ټول به یې خوند واخلي. پاکستان لا اوس د هغوی د واک ته رسېدو خوب ویني. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې ډېر ژر به په افغانستان کې نوی حکومت جوړ شي. عمران خان د تېرې جمعې ورځ په باجوړ کې یوې غونډې ته ویلي:”له طالبانو سره مذاکرات پیل شول، که خدای ج غوښتي و، په افغانستان کې زموږ وروڼه به په نږدې راتلوونکې کې په سوله کې ژوند وکړي.”

عمران خان ان په افغانستان کې د یو نوي حکومت د جوړېدو خبر هم ورکړ:”په افغانستان کې به یو ښه حکومت رامنځته شي، داسي یو حکومت چې د ټولو افغانانو استازیتوب به وکړي، جګړه پای ته رسېږي، او په هغه ځای«افغانستان کې» سوله رامنځته کېږي.”

پر دې ټول پوهېږي چې پاکستان په افغانستان کې څه ډول ښه حکومت غواړي؟ له دې خبرو داسې ښکاري چې پاکستان داسې چمتووالی نیولی چې په افغانستان کې د لوېدیځ ټولې لاسته راوړنې پر اوبو لاهو کړي. د زبات اړتیا یې نه شته چې پاکستان غیر له جاهل ملا چې نه خپلې ملي ګټې پېژني او نه ورته ژمن وي په افغانستان کې بل څوک نه غواړي ځکه نورڅوک یې دغه ډول په پټو سترګو ددین په نوم غوښتنې نه پلې کوي. د طلبانو واکمني به د ډېرو یاده وي چې څه ډول ای اس ای د افغانستان پر ټولو وزارتونو، معینتونو، لویو ریاستونو، نورو لوړو څوکیو ان د روغتون او پوهنتون تر ریاستونو د کلي له جوماتونو را وستلي ملایان کینولي وو.                                                                                                د د پاکستانیانو له یاده نه دي وتلي چې لوېدیځ د دوی اوږدې مودې په خواریو جوړه کړې د طالبانو واکمني یې له منځه یووړه او په افغانستان کې یې د پاکستان له اغیز لرې واکمني رامنځته کړه. له دې ادارې سره داسې ارزښتونه او نوی نسل رامنځته شو چې د پاکستان په ټولو لوبو پوهېږي او کرکه ترې کوي. اوسنی نسل د افغانستان په ناورین کې د پاکستان پر رول سم پوهېږي او د پاکستان هیڅ راز منتر نه پرې چلېږي.                                                                                            پر همدغه دلیل دی چې پاکستان داسې ګڼي چې دا هرڅه له لویدیځه ورپیښ شوي نو ځکه خو غواړي په چلول، دوکه او د پوچ ډاډ ورکولو له لارې یو ځل د لوېدیځ پښه له افغانستان وباسي، که په دغه چال کې بریالی شو نو بیا به د لویځ ټولې نښې له یوې مخې جارو کړي. اوس چې طالب مرکچیان او ویاندویان د اسلامي امارت د نږې فتحې خبرې کوي له ورایه د پاکستان دغه نیت او اراده ترې څرګندېږي. د پاکستان ضد کوم نوی نسل چې په افغانستان کې رالوی شوی ای اس ای دا ټول د لوېدیځ له اغیز او مرستې انګېري، نو ځکه تر بل هرڅه لومړی غواړي د لوېدیځ دغه ارزښتونه له منځه یوسي.

اوس څه کول په کار دي؟

افغان سیاستوال، افغان روڼ اندي، پر بشري حقونو او او انساني ازادیو باوري کسان، هغوی چې د انسان په نوم د ښځې او نارینه د انساني حق پلویان دي(ښځې او نارینه) او په ټوله کې هغه افغانان د افغانستان له پاره لږ تر لږه انساني راتلونکې غواړي او دا هیله لري چې په راتلونکې کې دې یې په هېواد کې انساني ارزښتونو ته درناوی وشي، دغه ټول دې که نور څه نه وي د ځان او انسانیت د بقا له پاره یو موټی شي  او پرخپل ټول توان دې د انسانيت غږ پورته کړي.

  • دکرنیل امام روایت د افغانستان د جهاد داستان ۴۶ مخ
  • هماغه کتاب ۴۶ او ۴۷ مخونه.