د ښه ګاونډیتوب اصل ته درناوی
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: ايمل پياوړی
افغانستان له بده مرغه د مغرضو ګاونډیو هیوادونو په منځ کې ایسار دی. یوې خوا ایران او بل خوا پاکستان هغه هیوادونه دي چې هره لحظه د افغانستان بې ثباتي غواړي. اصولاً باید هردولت د ګاونډي هېواد ملي واکمنۍ او نظام ته درناوی ولري او تعهد وکړي،چې له خاورې او امکاناتو څخه به یې د هغه د ملي واکمنۍ،د نظام د ارزښتونو،امنیت او ثبات خلاف هېڅ ډول منفي استفاده نه کیږي، مګر له بده مرغه پاکستان او ایران نه یوازې دغو اصولو ته درناوی نه لري، بلکې مخالفې وسله والې ډلې تمویلوي، هغوی افغانستان ته د جنګ لپاره لېږي او له دغې لارې پر افغان دولت فشار واردوي.
سره له دې چې سیمه ییزې همکاري په ۲۱مه پېړۍ کې د ملي واکمنۍ یو مهم بنسټ جوړوي، مګر زموږ ګاونډیان لا هم دغه اصل ته درناوی نه لري. سره له دې چې د منابعو له پلوه ایران او پاکستان دواړه په بد وضعیت کې قرار لري، یو د افغانستان اوبو او بل د افغانستان له لارې د منابعو او انرژۍ لېږد ته اړتیا لري، مګر د دې باوجود لا هم د افغانستان امنیت، ثبات او پرمختګ نه غواړي.
له ۱۶مې تر ۲۰ مې پېړۍ پورې د ملي واکمنۍ مانا دا وه،چې هردولت یوه جزیره ده او هرڅه چې په دغه جزیره کې تېریږي،له نورو دولتونو سره کوم تړاو نه لري، مګر اوس دغو مناسباتو تغیر کړی، اوس حتی د یو هیواد پېښې او مسایل د نږدې ګاونډي څه چې ان په یو لیرې پراته هیواد هم اغېز لرلی شي، د بېلګې په توګه پاکستان چې ترهګري پالي او تولیدوي یې نو د نړۍ هیڅ هیواد یې هم له شر او وحشت څخه ځانونه خوندي نه ګڼي.
هغه مهال واکمني هم د یوه حکومت په ساحه کې پرخلکو د بشپړ تسلط په مانا وه،هغو ګواښونو چې په هغو پېړیو کې دولتونه ګواښل،د ۲۱مې پېړۍ له ګواښونو سره توپيرلري،د خپلو خلکو پروړاندې د هغو دولتونو دندې هم محدودې وې،له دې کبله هرمطلق العنان واکمن کولای شول،چې په اسانۍ سره پخپله خوښه یو مطلق دولت جوړ کړي، مګر اوس دغو مسایلو بدلون موندلی دی. اوس هر دولت مجبور او مکلف دی چې دوه اړخیزو اړیکو، مناسباتو او نړیوالو نورمونو ته درناوی ولري، له دې مه واره به نه یوازې چې په ستونزو کې ښکېل شي، بلکې په نړیوالو کچه به منزوي شي.
د دې پېړۍ ګواښونه پولې نه پېژني او نه ورته په ارزښت قایل دي،همدا شان دا ګواښونه تردولتونو پورې نه محدودیږي؛بلکې لویې پراخې شبکې ډېردولتونه د ۲۱مې پېړۍ د زنځیري ټیکنالوژۍ په مرسته ګواښي او د بشري ټولنې ژوند او امنیت ځپلای شي. دا شبکې په چټکۍ سره عمل کوي او کولای شي په لږ لګښت سره د ډېرو روحي،امنیتي او اقتصادي ستونزو سبب شي.
د دولتوالۍ بهیرونه په ځانګړي ډول په امنیتي برخه کې ګران بیه دي او ډېروخت نیسي،د دولتوالۍ د بهیرونو پروړاندې د موجودو ګواښونو ځواب یوازې د سیمه ییزو همکاریو له لارې ممکن دی. په دې برخه کې باید هر څوک د مسوولیت احساس وکړي او مسوولانه اقدام وکړي، تر څو هم خپل او هم د نورو امنیت خوندي کړي. لکه افغانستان چې امنیتي او دفاعي ځواکونه یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره مبارزه کوي