کور / راپور / د فراه اوسېدونکي بېړنی اوربند غواړي

د فراه اوسېدونکي بېړنی اوربند غواړي

نن د فراه لسګونو اوسېدونکو د یوه لاریون پر مهال د جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چي نور سره ونه وژني.
هغوی چي د سولي ولسي حرکت-PPM په ملاتړ راوتلي وو غوښتنه وکړه چي د جګړې ښکېلي خواوي باید ژر تر ژره اوربند او سوله وکړي.
لاریونوالو جنګ بس دئ په شعار ورکولو سره پر نړیوالي ټولني ږغ وکړ چي نور باید خپل اصلي رسالت چي د جګړو له منځه وړل دي ترسره کړي.
#ننګرهارحمل4دامنغون‌‌‌‌‌‌ډه
#NangarharPeaceLongMarch
#4Hamal
#PPM