کور / د ماشومانو نړۍ / ماشوم له وخت وړاندې کار ته مه لیږئ!

ماشوم له وخت وړاندې کار ته مه لیږئ!

لیکوال: نورالله غازي

ډیری افغانان غواړي، چې زوی یې د ښوونځي تر څنګ بل مصروفیت هم ولري او د تعلیم سره په خوا کې د یو کسب څښتن هم شي. دوی په همدې هیله خپل ماشومان مستري، درزي، موټروان، دوکاندار…. ته په شاګردۍ ورکوي، تر څو یو کسب زده کړي او له بې لارۍ وساتل شي.

لومړی به په دې هکله خپل لیدلی حال درسره شریک کړم:

 یو اوه اته کلن ماشوم له یوه خياط سره شاګرد و، یوه ورځ د هغه دوکان ته مخامخ له ملګرو سره ناست وم، یو ملګري راته وویل، چې هلته ګوره! ومې لیدل چې یو ځوان له همدې ناپوهه ماشوم سره د جنسي خوند اخیستو په پار لوبیده. خام ماشوم په لومړیو کې په دې کارونو نه پوهېږي، دی فکر کوي، چې نور خلک به هم لکه د ده د کورنۍ د سړیو غوندې مینه ورسره کوي…. ده لا د هوس ګیدړان نه وي لیدلي چې په کومو چلونو له ده جنسي ګټه پورته کوي….

د اسنادو د کاپي لپاره یو دوکان ته ننوتم، اسناد مې چې کاپي کړل، ماتې پيسې راسره نه وې، پینځه سوه ګون مې دوکاندار ته ونیو، هغه د پيسو په ماتولو پسې د باندې ووتو،  شاګرد یې دخل راکش کړ، د پیسو له منځه یې یو پنځوسي راواخیست او زر یې جيب ته کړ…..

 ماشوم په بازار کې و، ده د خوړو … ډېر څيزونه لیدل، خو دا هر څه په پيسو کیدل، په دوکان کې پیسې په اسانه په لاس ورتلې. نوموړی ماشوم چې په دې پيسو بازاري خواړه اخلي، له یوې خوا یې روغتیا زيانمنېږي او له بلې خوا په همدې غلا کې پرمختګ کوي، چې د ده د فکر زیاته برخه به د غلا د چل او تخنیک په زده کړه لګېږي، چې د نن همدا وړوکی غل ورو ورو سبا ته پر لوی ډاکو… بدلیدای شي….

د یوه پلاینکوچ ډوله موټر وړوکي کلینر له سترو سړیو موټروانانو سره داسې ازاد ګپ لګاوه، لکه د ده همزولي چې وي، نه یې ترې حیا کیده او نه شرم.

موټروانانو چې په خپل منځ کې کوم ازاد ګپ لګوي، دوی د دې پردي ماشوم چندان خیال نه ساتي، ماشوم له دوی نه هغه خبرې واوري، چې مور و پلار یې ترې پټې ساتلي وي، نو د ماشوم په سترګو کې چې کوم شرم او حیا خوندي وي، هغه ترې والوزي. ممکن دا ماشوم تر زلمیتوب وړاندې ناویلي کارونه او اعمال تر سره کړي….

   که غواړی ټولنې ته نېک اولاد وړاندې کړی، له وخت وړاندې پرې کوم کسب مه زده کوئ، اول یې فکر پر تعلیم ور سم کړی، له هغه وروسته یې کسب و کار ته وليږئ