کور / راپور / چارواکي: په ننګرهار کي مو څلوېښت توغندۍ نيولي دي

چارواکي: په ننګرهار کي مو څلوېښت توغندۍ نيولي دي

افغان سرحدي ځواکونه وايي، چي د ننګرهار ولايت په مومندرې ولسوالۍ کي ئې څلوېښت ميزايل توغندۍ نيولي دي.

د چارواکو په خبره، دغه توغندۍ په يو ډاټسن موټر کي ځای پر ځای سوي وې او په تړاو ئې درې کسان نيول سوي هم دي.

تېره ورځ د ختيځ زون د سرحدي لوا قومندان بريد جنرال محمد ايوب حسن خيل وويل، دغه څلوېښت مرمۍ د ډیورنډ کرښي له ها غاړي څخه د مومندرې ولسوالۍ ته انتقال سوي وې او وسله والو غوښتل د همدغو وسلو په مرسته یو لوی برید وکړي.

نوموړي وویل چي د توغنديو د انتقال په تور ئې درې کسان نيولي، چي يو پکي پاکستانی دی.