کور / روغتيا / ګرمي چای د ستوني د سرطان خطر ډېرولای سي

ګرمي چای د ستوني د سرطان خطر ډېرولای سي

يوې تازه څېړني ښوودلې چي ډېري ګرمي چای څيښل د ستوني د سرطان لامل کېدای سي.

د امريکا د سرطان د ناروغيو څېړونکو په دې وروستيو کي يوه څېړنه کړې چي ډېري ګرمي چای چي تر۷۰ درجې پوري حرارت ولري، څيښل ئې د ستوني د سرطان سبب کېدای سي.

څېړونکي وايي، دا پخوا هم ثابته سوې وه، چي ډېري ګرمي چای څيښل د ستوني د سرطان لامل کېدای سي، خو په دې هکله دقيقه څېړنه نه وه سوې، چي په څومره اندازه ګرم مشروبات ستونزه پېښوي او د ورځني مقدار په هکله ئې هم خبره نه وه سوې.

دا تازه څېړنه چي لس کاله ئې وخت نيولی د نتيجې لپاره ئې  ۴۵ زره کسان ترڅېړني لاندي نيول سوي دي، ددغه کسانو عمرونه د ۴۰ څخه تر ۷۰ کلونو پوري وه.

د لسو کلونو په موده کي د يادو کسانو له ډلي پر ۳۱۷ کسانو د ستوني د سرطان نوې څپه راغلې وه.

څېړونکو مالومه کړې، هغه کسان چي د ورځي له شپږسوه ملي ليټر څخه زيات داسي ګرمي چای څيښي چي د تودوخي درجه ئې تر۶۰ درجې ډېره وي د هغه کسانو په پرتله چي ګرمي چای نه څيښي ۹۰٪  زيات د ستوني په سرطان اخته کېدای سي.

د څېړونکو ډلي مشر ډاکټر فارهاد اسلام وايي، ډېر کسان له زياتو ګرمو چايو، قهوې او يا نورو مشروباتو څخه خوند اخلي خو دا تاواني ده، ښه خبره داده چي چای او قهوه ډېره ګرمه ونه څيښل سي.

نوموړی وايي، زه خپله چای د څيښلو مخکي سړوم، کله کله يخي شيدې ورسره ګډوم چي د چايو حرارت راکم سي، دا ددې لپاره کوم چي د ستوني د سرطان مخنيوی وکړم.

په ۲۰۱۶ کي څېړنو ښودلې وه، د مشروباتو  د حرارت درجه چي۶۵ درجې ته ورسېږي د سرطاني موادو نښي پکي پيدا کېږي.