کور / راپور / اشرف غني: داسي سوله نه غواړو چي د وينو بوی تري راځي

اشرف غني: داسي سوله نه غواړو چي د وينو بوی تري راځي

ولسمشر اشرف غني نن سهار د نوي کال د پيل مراسمو لپاره د مزار شريف ښار ته ولاړی.

نوموړي په مزار شريف کي د حضرت علي کرم الله وجهه په روضه کي د نوروز په تړاو د جنډۍ پورته کولو مراسمو کي ګډون وکړ او له همدې ځايه ئې وينا وکړه.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کي وويل، چي ۱۳۹۸ کال به په افغانستان کي د سولي د ټينګېدلو کال وي.

د هغه په خبره، افغانانو ته سوله تر اکسيجن هم مهمه ده، خو تلپاتې سوله.

نوموړي وويل، داسي سوله نه غواړو چي د وينو بوی ترې راځي.

ښاغلي غني وویل ” ۱۳۹۸ کال به ا نشاء الله د سولي کال وي. سوله هر افغان ته له اکسیجن څخه هم مهه ده، اما خبره په دې کي ده، چي موږ تل پاتې سوله غواړو، نه هغه سوله، چې له هغې څخه د ویني بوی راځي”.

دا لومړی ځل دی چي ولسمشر اشرف غني په خپله د سخي زيارت د جنډې پورته کولو کي برخه لري.

وړاندي به يادو مراسمو ته د ولسمشر مرستيالان ورتلل.

په دغه غونډه کي د بلخ پخواني والي او د جميعت ګوند اجرائیه مشر عطاء محمد نور برخه نه لرل.

اشرف غني په خپلو خبرو کي دا هم وويل، داسې افغانستان نه غواړي چي سل کسان دې پکي میلیونران او نور پکي بېوزله وي.

نوموړي وويل: “د افغانانو فقر زما د منلو نه دی. زه نه غواړم دداسي یو  هېواد ولسمشر واوسم چي پکي سل کسان میلیونران وي او ۴۰ سلنه خلک وږي ویده سي.”

ښاغلي غني د بلخ والي اسحاق رهګذر هم وستايه او هغه ته ئې په خطاب کي وويل: ته په بلخ کي زما استازی وې، يې او له وبه اوسې، په عزت او ټول ځواک د بلخ عزت وساته.

جمهور رئیس غني وویل، چي نننی افغانستان د پروني افغانستان سره توپیر لري.

همداراز د اقتصاد په برخه کي هغه وویل په دې کال کي به د مزار-چین کوریدور پرانیستل سي.

هغه وویل په لومړي ځل به د صادراتو لویه برخه د اوبو له لارې د قزاقستان او ازبکستان له پولو مخامخ چین ته صادره سي.