کور / راپور / په کابل کي د نوروز لمانځلو پر مراسمو چاونو ۶ تنه وژلي دي

په کابل کي د نوروز لمانځلو پر مراسمو چاونو ۶ تنه وژلي دي

نن سهار په پلازمېنه کابل کي د نوي کال مراسمو ته څېرمه چاودني وسوې، چي ګڼه مرګژوبله ئې واړول.

د عامي روغتيا وياند وحيدالله مايار وايي، په دغه چاودنو کي ۶ تنه وژل سوي او شاوخوا ۲۳ تنه نور ژوبل دي.

پېښه د کارته سخي زيارت کي د نوي کال د مراسمو له پيل وړاندي پر نهه بجو سوي دي.

عيني شاهدان وايي، چي په دغه ځای کي دوې غبرګي چاودني وسوې او لس دقېقې وروسته يوه بله درنه چاودنه هم وسول.

د عامي روغتيا چارواکي وايي، چي ددوی کارکونکي سيمي ته رسېدلي او ژوبل کسان ئې روغتون ته انتقال کړي دي.

تردامهاله د يادي پېښي پړه کومي ډلي پرغاړه نه ده اخيستې، خو په مذهبي او ملي ورځو کي په کابل کي خونړۍ پېښي کېږي، چي ترډېره ئې پړه داعش وسلوال پر غاړه اخلي.

تېر کال هم د نوروز په ورځ د سخې زیارت سره نزدې د علي اباد روغتون ته څیرمه یو ځانمرګي بریدګر ۲۹ کسان ووژل او شاوخوا ۵۰ نور ئې ژوبل کړل.