کور / راپور / په کندهار کي د نوي کال ورځ ( نوروز ) په شانداره مراسمو ولمانځل سول

په کندهار کي د نوي کال ورځ ( نوروز ) په شانداره مراسمو ولمانځل سول

د پنجشنبې په ورځ د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي د نوي ۱۳۹۸ ل کال ورځ ( نوروز ) په شانداره مراسمو سره ولمانځل سوه چي پرمهال يې مرستيال والي عبدالحنان منيب، په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستيال حاجي اغالالي دستګيري، سرپرست ښاروال، د دولتي ادارو مسؤلينو او استازو، د ولسواليو ولسوالانو، قومي مشرانو، ځوانانو او د امنيتي ځواکونو يو شمېر مسؤلينو هم ګډون کړی وو.

په مراسمو کي لومړی د باباولي صاحب په زيارت کي د مرستيال والي، په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام د مرستيال او راغلو مشرانو لخوا د نوي کال د لومړۍ ورځي په وياړ د افغانستان بيرغ پورته سو او په هيواد کي د دايمي سولي د رامنځته کېدلو لپاره د لوی خداي.ج. دربار ته د دعا لاسونه لپه سوه.

 وروسته د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال انجنير محمد شريف د غونډي پرانيستونکې وينا واورول او ټولو راغلو مېلمنو ته يې د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د ۱۳۹۸ ل کال د لومړۍ ورځي مبارکي وړاندي کړه.

په مراسمو کي مرستيال والي عبدالحنان منيب د هيواد ټولو ولسونو په ځانګړي ډول د لوی کندهار اوسېدونکو ته د نوي کال ( نوروز ) د ورځي مبارکي وويل او هيله يې وښودل چي همدا ۱۳۹۸ ل کال به په هيواد کي د سولي، بيارغوني او ملي پخلايني کال وي ترڅو افغانان د وروولۍ په ډاډ منه فضاء کي د ارامۍ پر ټغر راټول او د هيواد د بيا رغولو لپاره لستوڼي راونغاړي.

دغه راز مرستيال والي وويل : حکومت د وسلوالو مخالفينو سره بېله قید او شرط څخه د سولي کولو هڅي پيل کړي او تمه ده چي همدا هڅي به يې رنګ راوړي او پايله به ورکوي، هغه له مخالفينو څخه غوښتنه وکړه چي د سولي کولو دغه چانس دي له لاسه نه ورکوي او د سولي له پروسې سره دي يو ځاي سي ترڅو د دغه له لوئ نعمت څخه برخمن وګرځي.

په مراسمو کي ښاغلي منيب وويل، چي د کندهار ښار ترڅنګ د ټولو ولسواليو په مېله ځايونو کي د امنيتي ځواکونو لخوا پوره امنيتي تدابير نيول سوي دي او هر څوک کولای سي په ډاډمنه فضاء کي خپلي مېلې او د خوشحالۍ مراسم ولمانځي.

دغه راز په مرسمو کي مرستيال والي د تېر ۹۷ کال اړوند د يو شمېر بشپړو سوو پروژو يادونه وکړه او ويې ويل، چي په ۹۸ کال کي به هم تقريباً د ۳ ميليارډه افغانيو په لګښت په ښار او ولسواليو کي بېلابېلي پروژې، چي لويي او کوچنۍ پکښي شاملي دي پلي کړل سي.

نوموړي د کندهار ښار او ولسواليو له ټولو ولسونو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي هر وخت د ولايتي ادارې ملاتړ کوي او په هره برخه کي ورسره همکاره پاته سوي دي، هغه له ټولو اوسېدونکو په ځانګړي ډول د لېري پرتو ولسواليو له مشرانو څخه د پروژو د پلي کولو په برخو کي د لا همکاريو غوښتنه هم وکړه.

په مراسمو کي له ويناوو څخه وروسته د سمسور افغانستان په پلمه د مرستيال والي عبدالحنان منيب، په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام د مرستيال حاجي اغالالي دستګيري او يو شمېر نورو مشرانو لخوا يو يو نيالګی هم کښېښودل سو.

پاته دي نه وي چي په مراسمو کي د ماشومانو لخوا د نوي کال اړوند بېلابېلي وطني ترانې او ورزشکارانو لخوا بېلابېل ورزشي حرکات هم ترسره سوه.