کور / تازه خبرونه / نيوزيلنډ خپل يو مټيتوب دا ځل په (الله اکبر) سره اعلان کړ

نيوزيلنډ خپل يو مټيتوب دا ځل په (الله اکبر) سره اعلان کړ

د نن ورځي د جمعې د لمانځه اذان په ټول نيوزيلنډ کښي د خاصو رسمي مراسمو په ترڅ کښي پدي خاطر انعکاس او واوريدل سو، تر څو دا هيواد د خپل يو مټيتوب او اړوند لږ-کي مسلمان ولس څخه د دفاع دعوه نړيوالو ته تر دې شعار لاندي
په ثبوت ورسوي چي نيوزيلنډ نه-ټوټې کيدونکی هیواد دئ او کرکه يي نه ګټي

په نني رسمي مراسمو کښي ددي هيواد د صدر اعظمي په ګډون زرګونو ولسي وګړو برخه واخيستل. د جمعي تر اذان وروسته، دتيري اوونۍ د شهيدانو د ياد پخاطر، دوې دقيقي چوپتيا هم غوره سول.

د صدر اعظمي په ګډون زياتره ښځينه برخوالو ددي هيواد د لږ-کي مسلمان ولس سره د خواخوږۍ په نيت ټکري او اسلامي حجابونه هم د ځان سره راوړي وه.

تيره جمعي ورځ د يو نژادي پلوه استراليايي ترهګر پذريعه پر دوو مسجدونو بريدونه تر سره سول چي پکښي د بده مرغه شاوخوا ۵۰ تنه مسلمانان شهيدان سول. ددي بريد په عکس العمل کښي ددي هيواد حکومت، شهيدان سوي مسلمانان خپل خلګ وبلل او اړوند بريد يي په سختو ټکو وغندئ او ژمنه يي وکړل چي د يو لړ اړوندو اقداماتو تر څنګ به د قانوني وسلو قانون ته ژر تر ژره تغير ور کړل سي تر څو په راتلونکي کښي ددي ډول بريدونو مخه ونيول سي.

د جمعي ورځي د لمانځه د اذان انعکاس ددي هيواد په ملي راډيو او تلويزيون کښي هم په ژوندۍ بڼه خپريدئ، چي پدي سره ددي هيواد يو مټيتوب او د اړوند حکومت دفاع او مينه د خپل لږ-کي مسلمان ولس سره، ترې له ورايه څرګنديدل .