کور / راپور / چين: د کيميايي موادو کارخانه کي چاودني تر ۵۰ زيات کسان وژلي او ۶۰۰ ئې ژوبل کړي دي

چين: د کيميايي موادو کارخانه کي چاودني تر ۵۰ زيات کسان وژلي او ۶۰۰ ئې ژوبل کړي دي

چيني چارواکي وايي، چي د چين په ينګ چينګ ښار کی د کميايي موادو په يوې کارخانه کي د چاودني له امله  ۵۰ تنه وژل سوي او تر ۶۰۰ زيات ژوبل دي.

د چين د دولتي راپور له مخي په دغه کارخانه کي له ډېره وخته د حشراتو د وژني مواد جوړېدل.

په کارخانه کي د چاودني سره هممهاله اور لګېدلی چي د څو ساعتونو په دوام سره په ځايي وخت د سهار پر ۳ بجو مهار سوی وو.

د اورلګېدني په تړاو تراوسه مالومه نه ده چي څنګه لګېدلی وو، خو چارواکي وايي، چي په دې هکله ئې پلټني شروع کړي دي.

د ځينو راپورونو پر اساس، دغه کمپنۍ پخوا د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب له قوانینو څخه د سرغړونۍ په تور څو ځلي جریمه سوې هم وه.