کور / راپور / په سويس کي ۷۵ کلني ښځي ۷ کلن ماشوم په چاقو وژلی دی

په سويس کي ۷۵ کلني ښځي ۷ کلن ماشوم په چاقو وژلی دی

د سويس امنيتي چارواکي وايي، چي په باسل ښار کي يوې بوډۍ ښځي اووه کلن ماشوم په چاقو وهلی او وژلی دی.

د چارواکو په خبره، دغه ښځه چي ۷۵ کلنه ده په هکله ئې پلټني کوي چي څنګه او ولي ئې دا بريد کړی دی.

بريد هغه مهال وسو، چي کله ماشوم له ښوونځی څخه د کور پر لور روان وو يادي ښځي ورباندي د چاقو ګوزارونه وکړل، ماشوم په ژوبل حالت کي روغتون ته ولېږدول سو، خو څو شېبې وروسته مړ سو.

مدافع وکیلانو ویلي دي چې لومړنيو پلټنو ښودلې چې دغه ښځه او وژل سوي هلک له دې وړاندي هیڅ ډول پیژندگلوي نه سره درلودل.

برید گرې ښځې پر دغه ماشوم باندې له برید وروسته ځان پولیسو ته تسلیم کړی دی.