کور / راپور / د ټرمپ او روسيې د اړيکو په تړاو د امريکا څېړني بشپړي سوې

د ټرمپ او روسيې د اړيکو په تړاو د امريکا څېړني بشپړي سوې

ايا روسيې د امريکا د ۲۰۱۶ کال ولمسشريزو ټاکنو کي لاسوهنه کړې که يا؟

په دې هکله د امريکا څارونکي ډلي تحقيقاتي مشر رابرټ مولر خپلي څېړني بشپړي کړي دي او د جمعې په ورځ ئې د امريکا عدليې وزارت ته راپور وړاندي کړی دی.

رابرټ مولر خپل راپور د امريکا لوی څارنوال ويليم بار ته وسپاره او د کانګرس غړو ته ئې هم يو ليک لېږلی، چي په کي ويل سوي: ممکنه دوې اوونۍ وروسته رابرټ مولر د تحقيقاتو پايلي د کانګرس د غړو سره شريکي کړي.

رابرټ مولر او ډونلډ ټرمپ

د ۲۰۱۶ کال ولسمشريزي ټاکني ډولنډ ټرمپ وګټلې، خو دوه لومړني کلونه ئې د رابرټ مولر د تحقيقاتو تر سيوري لاندي تېر کړل.

د ټرمپ مخالفين وايي، چي په ولسمشريزو ټاکنو کي روسيې د ټرمپ په ملاتړ لاسوهنه کړې ده، خو د ټرمپ په ګډون د هغه ملاتړي دا خبره ردوی.

په دې هکله د امريکا فدرالي ادارې يو لړ تحقيقات شروع کړل، چي ددغه تحقيقاتو سره ډونلډ ټرمپ مخالف وو.

اوس د ډموکراټک ګوند غړي چي د ټرمپ سيالان دي غوښتنه کړې چي د رابرټ مولر د څېړنو راپور دي په ډاګه سي.

د يادو څېړنو په ترڅ کي د ولسمشر ټرمپ دوو مرستیالانو هم اقرار کړی دی چي روسيې د جمهوري ګوند په ګټه په ولسمشريزو ټاکنو کي مرسته کړې ده.

همداراز پر ٣٧ کسانو او ادارو چي ډېری ئې روسان دي هم فردي جرمو لگول سوي دي.

په تورنو کسانو کي ئې ځينو ته د بند سزا هم اورول سوې ده.