کور / راپور / په عراق کي د کښتۍ ډوبېدلو وروسته د موصل والي استعفا ته اړ ايستل کېږي

په عراق کي د کښتۍ ډوبېدلو وروسته د موصل والي استعفا ته اړ ايستل کېږي

عراقي دولت د موصل د نينوی ايالت  د والي نوفل العاکوب څخه غوښتنه کړې چي استعفار ورکړي.

دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چي په ياد ولايت کي يوه ډله عراقيان د کښتۍ د ډوبېدلو په پېښه کي ووژل سول.

د پنجشنبې په ماښام يوه کښتۍ د موصل په شمال کي په اوبو کي ډوبه سول او پکي  ۱۰۰ کسانو ژول له لاسه ورکړ.

دا کسان د نوروز د مېلې لپاره روان وه.

د عراق لومړي وزير پارلمان ته يو ليک لېږلی چي په کي ئې له استازو غوښتنه کړې چي د نينوی والي دي استعفا کولو ته مجبور کړي.

همداراز لومړي وزير د والي د تحقيقاتو غوښتنه هم کړې چي په وظيفه کي ئې غفلت کړی او د مالي چارو د حسابونو تصفيه به هم ورسره وسي.