کور / تازه خبرونه / په لښکرګاه کي چاودني چارواکو ته هم مرګژوبله اړولې ده

په لښکرګاه کي چاودني چارواکو ته هم مرګژوبله اړولې ده

په لښکرګاه کي دوې پرلپسي چاودني سوي دي.
دهلمند دوالي وياند وايې چاودني چي نوعیت يي نه دی په هغه مراسيمو کي سوې دي چي دبزګرانو دجشن په خاطر نيول سوي ول.

ويل کيږي په چاودنه کي اته نفره زخميان سوي دي چي دولايتي شورا پخوانی مرستيال عبادالله عليزی.،دسرحدي ليوا قومندان ظاهرګل مقبل او داطلاعاتو او فرهنګ ريئس حميدالله وياړ په ټپيانو کي شامل دي.
په دې مراسيمو کي دهلمند لوړ پوړو چارواکوهم ګډون کړي وو.
ددې بريد پړه چا په غاړه نه ده اخستي.
نور جزيات وروسته