کور / راپور / د هلمند چاودنه: د والي په ګډون ۲۳ تنه ژوبل سوي دي

د هلمند چاودنه: د والي په ګډون ۲۳ تنه ژوبل سوي دي

د هلمند مرکز لښکرګاه کي د حامد کرزي لوبغالي کي  دوې پرلپسې چاودني او ډزي سوي.

په پېښه کي د چارواکو په ګډون ګڼ کسان ژوبل سوي دي.

پېښه د بزګر ورځي د لمانځلو په مراسمو کي سوې ده چي ګڼ چارواکي هم په مراسمو کي د ګډون لپاره راغلي وه.

په ياده پېښه کي د هلمند د اقتصاد رئيس محمد خان نصرت وژل سوی دی.

همداراز د هلمند والي، د سرحدی قواوو قومندان ضرار احمد مقبل ، د اطلاعاتو فرهنګ ریس او د ځوانانو آمر ټپيان سوي دي.

د هلمند د ولایتي شورا مشر عطالله افغان وايي، په دغه مراسمو کي  ئې اېښودل سوي غرفې کتلې، چي چاودنه وسوه.

نوموړی وايي: “موږ زراعتي غرفې کتلې، کله چي  وروستۍ غرفې ته ورسېدو چاودنه وسوه.  والي صاب پر مځکه پروت وو، ما له مځکي پورته کړ”.

ياد مراسم د والي د دفتر په سل مترۍ کي جوړ سوي وه، چي کلک امنيتي تدابير هم پکي نيول سوي وه.

عيني شاهدان وايي، کله چي د موسيقۍ پروګرام جوړ سو، چاودنه وسوه، ورپسې سپکي ډزي کېدلې چي دوهمه چاودنه هم رامنځ ته سول.

ويل کېږي چاودنه د کوچيانو په نوم خېمه کي سوې ده.