کور / راپور / د ولسي جرګې پخوانی غړی عبيدالله بارکزی په غلچکي بريد کي وژل سوی دی

د ولسي جرګې پخوانی غړی عبيدالله بارکزی په غلچکي بريد کي وژل سوی دی

نن ماپښين درې بجې ناپېژاندو وسلوالو په کندهار ښار کي له اروزګان څخه ولسي جرګې ته نوماند عبيدالله بارګزی په ډزو وژلی دی.

نوموړی دوې دورې په ولسي جرگه كي د اروزګان ولایت استازی او په دوهمه دوره کي د همدې جرګې دشکایتونو اورېدني او وکیلانو د امتیازاتو او مصؤنیت کمېسون رییس و.

تېرو ټاکنو کي ئې یوځل بیا ځان له کابل څخه ولسي جرګې ته ځان نومولی وو خو د ټاکنو کمیسیون په ابتدائي لیست کي بریالی نه سو.

شاخوا دوه کاله وړاندي کابل کي د ولسي جرګې د یوه وکیل معلم میرولي پر کور ډله ییز ځانمرګي برید کي د عبیدالله بارکزي یو زوی حفیظ الله بارکزی هم وژل سوی وو.

طالبانو رسنیو ته په استول سوي پیغام کي ویلي چي د عبیدالله بارکزي وژنه په دوی پوري اړه نه لري.