کور / راپور / په پنجاب کي درې پښتانه په ډزو وژل سوي دي

په پنجاب کي درې پښتانه په ډزو وژل سوي دي

په پنجاب کي د بلوچستان پولي ته څېرمه په بارکان سيمه کي د خيبر پښتونخوا د دريو تنو مړي موندل سوي  چي په ډزو وژل سوي دي.

ياد کسان د کوئټې څخه ۵۰۰ کيلومتره شمال ختيځ لوري ته د بارکان په سميه کي موندل سوي دي.

ياد کسان پر سر په ډزو ويشتل سوي دي.

ويل کېږي چي په وژل سويو کي دوه وروڼه هم دي.

تردې دمه د وژل سويو کسانو په هکله مالومات نسته، چي د کوم دليل له مخي وژل سوي دي.

پاکستاني پوځ په سيمه کي د پښتنو د وژني او ځورني زياتي پيښي ترسره کړي دي.