کور / راپور / ديموکراتيک پوځ: په سوريه کي د داعش خلافت په بشپړ ډول ختم سو

ديموکراتيک پوځ: په سوريه کي د داعش خلافت په بشپړ ډول ختم سو

د سوريې په باغوز کلي کي د سوريې ديموکراتيک پوځ نن خپل بيرغ ورپاوه او په دې سره ئې اعلان وکړ چي په سوريه کي د اسلامي دولت يا داعش ډله په بشپړه توګه له منځه ولاړه.

دا پر داسي مهال ده چي تېره شپه د ايتلافي ځواکونو په مټ پر باغوز ګڼ هوايي بريدونه وسول.

په دغه بريدونو کي هغه کسان په نښه سوي چي تردې مهاله ئې د داعش په ليکو کي جګړه کول او د سوريې دموکراتيک پوځ ته نه وو تسليم سوي.

د تېري شپې د بمبارۍ وروسته د يادي ډلي د جنګياليو مقاومت پای ته رسېدلی دی.

د سوريې د ديموکرات پوځ وياند مصطفی بالي په يوه ټويټ کي د داعش د له منځه تللو اعلان کړی.

ديموکراتيک پوځ ادعا کړې چي په باغوز کلي کي ئې د داعش جنګياليو څخه دغه وسلې نيولي دي

نوموړی وايي: “ باغوز کلی په بشپړه توګه د داعش څخه پاک سوی دی، په دې سره د سوريې ديموکرات پوځ د داعش پر وړاندي خپله بريا او داسلامي دولت ماته اعلانوي.

مصطفی بالي وايي: موږ ټولې نړۍ ته د خپلسري اسلامي دولت د له منځه تللو مبارکي وایو.

دا اعلان  يوه ورځ وروسته له هغه سوی چي د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وويل، چي نور اسلامي دولت يا داعش ډله له منځه تللې ده.

د سپېنې ماڼې  ویاندي سارا سانډرز هم تیره ورځ ویلي وه چي د داعش سیمه ایز خلافت له منځه وړل سوی دی.

د داعش پرضد جوړ اېتلافي چارواکي وايي،چي  د داعش جنګیالي تر اخیره پورې سخته جګړه کوي او کله کله ماشومان او عام خلک د جنګي سپر په توګه کاروي.