کور / خبرتیا او پيغامونه / د ارواښاد عبيدالله بارګزي د شهادت په هکله د لراوبر ادارې د خواشينۍ پېغام

د ارواښاد عبيدالله بارګزي د شهادت په هکله د لراوبر ادارې د خواشينۍ پېغام

د لراوبر اداره په ولسي جرګه کي د روزګان پر استازي حاجي عبيدالله بارګزي ناځوانمردانه خونړی بريد په سختو ټکو غندي او خواشيني څرګندوي.

ارواښاد حاجي عبيدالله بارګزی نن غرمه درې بجې په کندهار ښار کي د نامالومه وسلوالو له لوري په ډېره  بې رحمۍ  شهيد سو.

نوموړي تل په هيواد کي د سولي او امن هڅه او خبرو کي برخه اخيستې وه.

د وطن دښمنان تل هڅه کوي چي د هيواد باعزمه او پر سوله مين اشخاص له منځه یوسي. خو په دې کړنو سره د افغانانو له منځه د يووالي او د سولي هيلي نه سي ټکنۍ کولای او هيڅکله به بزدله دښمن خپلو اهدافو ته ونه رسېږي.

موږ په کلکه له دولت څخه غواړو چي د ارواښادحاجي عبيدالله بارګزي قاتلين ونيسي او د قانون مطابق سزا ورکړي.

د شهيد بارګزي روح دي ښاد وي.

کورنۍ. ته يې او ټول ولس ته د زړه صبر غواړو.

د لراوبر اداره