کور / راپور / اشرف غني: عبيدالله بارګزی د “ناوړه سياسي سياليو” قرباني سو

اشرف غني: عبيدالله بارګزی د “ناوړه سياسي سياليو” قرباني سو

ولسمشر اشرف غني د شهيد حاجي عبيدالله بارګزي د وژني په غبرګون کي ويلي، چي د هغه وژنه د سياسي سياليو او اصولو د نه شتون له امله رامنځ ته سوې ده.

نوموړي چي تېر ماښام په ارګ کي د ارواښاد عبيدالله بارګزي د وژني په غبرګون کي څرګندوني کولې وويل: “په کندهار کي د ولسي جرګې د غړي عبیدالله بارګزي ترور، د سیاسي سیالیو او اصولو د نشتون څرګندونه کوي، ما د هلمند د پېښي د شهيدانو او شهيد بارګزي صاحب د کورنیو سره خبري کړي، دواړو ته مو تسلیت ویلی دی.”

ولسمشر غني په دې هکله نور جزئيات ورنه کړل، چي ارواښاد عبيدالله باګزی څنګه د سياسي سياليو د نه شتون ښکار سو.

تېره ورځ د کندهار ښار په شپږمه ناحيه کي ارواښاد بارګزی د نامالومه وسلوالو له لوري شهيد سو.

تراوسه د پېښي پړه کومي وسلوالي ډلي پر غاړه نه ده اخيستې او طالبانو هم ويلي، چي دوی په پېښه کي لاس نه لري.

د ارواښاد بارګزي جسد تېره ورځ له کندهار څخه کابل ته انتقال سو او هلته د ولسي جرګې په هديره کي خاورو ته وسپارل سو.