کور / راپور / دفاع وزارت په سنګين کي د ګڼو افغان سرتېرو وژنه تاييد کړه

دفاع وزارت په سنګين کي د ګڼو افغان سرتېرو وژنه تاييد کړه

 

وړمه شپه د هلمند په سنګين ولسوالۍ کي د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ درنه جګړه وسوه، چي دواړو لورو ته ئې ګڼه مرګژوبله واړول.

د راپورونو له مخي ويل کېده چي په دې بريدونو کي شاوخوا ۴۸ د ملي اردو سرتېري، ۱۰ سنګوريان او ۷ پوليس وژل سوي دي.

افغان دولت د يادي مرګژوبلي په هکله څه نه وو ويلي، خو اوس د دفاع وزارت تاييدوي چي ګڼو سرتېري وژل سوي دي، خو وايي، چي په هغه اندازه مرګژوبله نه ده کوم چي ويل کېږي.

د هلمند د ولایتي شورا مشر هاشم الکوزي ويلي وه چي د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو په بريد کي ګڼ سرتېري وژل سوي دي.

نوموړی وايي، چي یاد سرتېري دغو پوستو ته د کومک لپاره روان و چې په لار کې د طالبانو له کمینونو سره مخ شوي او دغه مرګ ژوبله ورته رسېدلې ده.

ښاغلي‌ الکوزي زیاته کړه:”وړمه شپه د شپې پر اته بجې پر دوو پوستو باندي چي یوه د مجید چوک او بله د انتن پوستې په نوم دي د طالبانو لخو جنګ شروع سو، د سهار تر شپږو بجو ئې دوام وکړ، افغان سرتېروته ئې مرګ ژوبله واړول، ۴۸ ملي اردو وژل سوي، ۱۰ سنګوریان او ۷ پولیس وژل سوي.”

الکوزي وویل چې په دغه نښته کې ۳۸ نور افغان امنتیي او دفاعي ځوکونه ټپیان شوي هم دي.

نوموړي افغان ځواکونو ته د دغه مرګ ژوبلې اوښتو اصلي لامل هغوی ته د جګړې پرمهال د هوايي کمک نه رسېدل یاد کړل.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک هم امریکا غږ ته وویل چې په دغه جګړه کې افغان امنیتي‌ او دفاعي ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتنې ده، خو زیاته کړه چې کره شمیر یې تر دا مهاله معلوم نه دی.

ځواک وویل:”په دغه نښته کي لسګونه افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، د دې ترڅنګ وسله وال مخالفین هم تلفات لري، د دې لپاره چې دقیق جزئیات معلوم سي، هلته ارتباطي اړیکي قطعه دي.”

د پسرلي په رارسېدلو سره د افغان ځواکونو پر وړاندي د طالبانو حملو زور اخيستی دی.