کور / راپور / نړيوال ځواکمن هيوادونه: افغانان بايد خپلي پرېکړي خپله وکړي

نړيوال ځواکمن هيوادونه: افغانان بايد خپلي پرېکړي خپله وکړي

د نړۍ سترو ځواکمنو هيوادونو امريکا، چين او روسيه پر دې خبره سلا سوي چي افغانستان بايد د خپل راتلونکي په هکله د پرېکړي واک په خپل لاس کي ولري، او دغه هيواد به په ائنده کي د کوم بل هيواد پر وړاندي د ګواښ خطر د ځان سره ونه لري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، د امريکا، چين او روسيې استازو د افغانستان د سولي په تړاو په خپلو کي د پنجشنبې او جمعې په ورځ په واشنګټن کي بحثونه وکړل.

په قطر کي د طالبانو او امريکايانو غونډه

دا امريکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو وروسته د يادو هيوادونو لومړنۍ خپلمنځي غونډه ده چي د افغانستان په تړاو پکي بحثونه کېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په خپله اعلاميه کي ويلي، چي په دغه درې اړخيزه خبرو اترو کي د افغانستان د سولي، امنيت او د اوسني حالت په تړاو بحثونه وسول او درې سره هيوادونه پر دې سلا دي چي افغانستان د خپلو سياسي، امنيتي او اقتصادي پرېکړو حق په خپله افغانان کولای سي.

د خبرو اترو وروسته د افغان سولي لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي، چي موږ د افغانستان خپلواکۍ ته بشپړ درناوی لرو، د ټولو افغانانو لپاره امن غواړو او د يو داسي افغانستان هيله لرو چي د هيچا لپاره ګواښ نه وي.

درې سره هيوادونه پر دې سلا سوي چي د افغانستان د سولي په تړاو به دا ډول درې اړخيزو غونډو ته دوام ورکوي، خو لا تراوسه د راتلونکي غونډي وخت او ځای نه دی ټاکل سوی.

څو ورځي وړاندي په قطر کي د طالبانو او امريکايانو ترمنځ مخامخ خبري وسوې چي ۱۶ ورځي ئې دوام وکړ.

افغان دولت د طالبانو سره د روانو خبرو له بهيره بهر پاتي دی او په همدې وجه افغان چارواکي د طالبانو سره د امريکايانو د خبرو څخه ناخوښ دی.