ولسمشر غني: د سولي وړاندي همېشه تشدد زور اخلي

Aziz Rahman Hazim | مارچ 24th, 2019


تېره ورځ افغان ولسمشر اشرف غني وويل، تل د سولي وړاندي د تشدد او زورزياتي پېښي زور اخلي، دا ددې لپاره چي زيات امتيازات ترلاسه سي.

اشرف غني پرته له دې چي د کومي وسلوالي ډلي نوم واخلي وويل، په هيواد کي د تشدد پېښي د امتيازاتو ترلاسه کولو لپاره کېږي.

ښاغلي غني وویل: “دا باید زموږ د دایمي وېرې سبب نه سي، تمرکز غواړي، اصول غواړي، دا حرکات تر ډېره حده د زیات امتیاز اخیستلو لپاره کېږي.”

نوموړي پر داسي مهال دا څرګندوني کوي، چي د هيواد په ځينو سيمو کي وسلوالو طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړی دی.

چي وروستۍ هغه ئې د هلمند په سنګين ولسوالۍ کي د لسګونو افغان سرتېرو وژل دي.

همداراز تېره ورځ د هلمند په مرکز لښکرګاه کي د بزګر د ورځي لمانځغونډه کي بريد وسو، چي د دريو تنو د وژني ترڅنګ ئې ۲۳ تنه ژوبل کړل.

Copyright Larawbar 2007-2024