کور / راپور / اچین ولسوالۍ کي د داعش پاکستانی قوماندان ووژل سو

اچین ولسوالۍ کي د داعش پاکستانی قوماندان ووژل سو

چارواکی وايي، تېره شپه د ننګرهار د اچین په عبدالخېلو د بې پیلوټه الوتکې پرلپسې هوایي بریدونو کې د اسلم فاروقي په نوم د داعش ډلې قوماندان او درې داعشیان وژل سوي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږیاڼی په وینا اسلم فاروقي د پاکستان د پنجاب اوسېدونکی او په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې قوماندان و.
د خوږياڼی زياتوي، په دې هوايي بريدونو کې د داعشیانو پر مرګ ژوبلې سربېره د هغوۍ وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.