کور / راپور / بيل ګيټس: طالبان د واکسين د کمپاين مخه نيسي

بيل ګيټس: طالبان د واکسين د کمپاين مخه نيسي

د مايکروسافټ شرکت مشر بيل ګيټس وايي، چي په افغانستان کي د طالبانو سيمه ايز مشران د پوليو ضد کمپاين مخه نيسي او دوی نه پرېږدي چي دا ناروغي له منځه ولاړه سي.

نوموړی چي د واکسين د ملاتړي ډلي مهم غړی او مرستندويه دی وايي، طالبان هيڅ داسي پلان نه لري چي پوليو پر ضد کمپاين مخ ته ولاړ سي.

نوموړی وايي، طالبان هغه څه ته اجازه ورکوي چي خوښه ئې سي او کوم څه چي ئې نه وي خوښ اجازه نه ورکوي.

نوموړي د رويټرز سره په مرکه کي وويل: ” په افغانستان کي د طالبانو له خوا د پوليو ضد کمپاين مخنيوی هغه څه دي چي موږ کنترول ورباندي نه لرو او نه یې په اړه وړاندوینه کولی سو. کله ناکله هغوی دغه کمپاین ته اجازه نه ورکوي. که طالبان اجازه ورکړي، کور په کور به دا واکسین وسي.”

نوموړي وویل “په افغانستان او پاکستان کي باید د ګوزڼ پېښې صفر ته راښکته سي او په دې برخه کي د حکومتونو ملاتړ ډېر اړين دی.”

بيل ګيټس دا نه کړه په ګوته چي طالبانو د افغانستان په کومو سيمو کي د واکسين مخه نيولې ده، خو چارواکي وايي، چي د افغانستان په ختيځو او جنوبي سيمو کي ترډېره د واکسين ډلو ته اجازه نه ورکول کېږي چي د واکسين کمپاين مخ ته بوځي.

دا پر داسي مهال ده چي په دې وروستيو کي په کندهار کي د پوليو مثبتي پيښي پکي ثبت سوي دي.

افغانستان، پاکستان او نایجریا په نړۍ کي یواځیني هغه هېوادونه دي چي لا هم  ګوزڼ يا پوليو پکښي پاته ده.