کور / اقتصادي / د ټکنالوجۍ وزارت: د هيواد ټول ښوونځي د نوري فايبر له لاري سره نښلول کېږي

د ټکنالوجۍ وزارت: د هيواد ټول ښوونځي د نوري فايبر له لاري سره نښلول کېږي

د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، چي پر داسي يوه پروژه ئې کار پيل کړی دي، چي له مخي به ئې په راروانو څو کلونو کي  د هيواد ټول ښوونځي د نوري فايبر له لاري سره ونښلوي.

دنوي تعليمي کال د پيل په لومړۍ ورځ د ټکنالوجۍ وزارت په يوې اعلاميه کي ويلي دي، چي په ښوونځيو کي د عصري زده کړو د امکاناتو د برابرولو ترڅنګ د کمپيوټري تجهيزاتو، انټرنيټ او کمپيوټرليبونو د برابرولو په هدف د پوهني وزارت او د مخابراتي فعاليتونو د همږغۍ اداره (اترا) په ګډه کار پيل کړی چي له مخي به ئې د ټول ښوونځي د نوري فايبر له لاري سره ونښلول سي او د کمپيوټر ليب تجهيزات به ورته برابر سي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د دغه بهیر په لومړي پړاو کې په ۹ ولايتونو کې ۱۱۵ ښوونځي د نوري فايبر له لارې سره وصل سوي، ۳۱ ښوونځيو ته کمپيوټري تجهيزات برابر سوي او په بشپړه توګه فعاليت ته چمتو دي او د پاتې ښوونځيو د تجهيزاتو د بشپړېدو چارې لا روانې دي.

د دغه وزارت د اعلامیې له مخي، د ۲۹۰ ښوونځيو د سروې چارې بشپړې سوي، چي د نښلولو کارونه ئې د شروع کېدو په حال کي دي او هم د ۱۲۰۰ نورو ښوونځيو د سروې کارونه لا روان دي،چي له سروې وروسته به يې د نوري فايبر له لارې د نښلولو چارې پیل سي.

د دې تر څنګ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د افغانسټ ( AfghanSat) دوه ټرانسپوڼدرونه ، ددغه پروژې د نښلولو په موخه ځانګړي کړي، تر څو هغه ښوونځي چي د نوري فايبر له لارې ئې د نښلېدو امکانات نه وي، د سټلايټ له لارې د پوهنې شبکې سره وصل سي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د نوري فایبر له لارې د انټرنیټ پر مټ د ښوونځیو د نښلولو د پروګرام په اړه د دغې اعلامیې د خپریدو وړاندې ولسمشر اشرف غني نن د دوشنبې په ورځ ( وري ۵مه) د افغانستان د نوي تعلیمي کال د پیل په مناسبت په اماني لیسه کي یوې جوړې سوې غونډې ته په وینا کي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت له چارواکو وغوښتل، چي ټول ښوونځي باید د نوري فایبر له لارې سره ونښلوي.

ښاغلي غني وویل،که په کومو سیمو کي د نوري فایبر له لارې د ښوونځیو د نښلولو امکان نه وي، نو د سټلایت ټکنالوژۍ په کاروني دي دغه ښوونځي د انټرنیټ له لارې سره ونښلول سي.