کور / راپور / ننګرهار کي وسله وال نېول سوي

ننګرهار کي وسله وال نېول سوي

چارواکي وايي، په ننګرهار ولايت کې يې د بېلابېلو عملياتو پر مهال پنځه داعش او درې طالب وسله وال نېول سوي دي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په دې تړاو مطبوعاتي کنفرانس کي وويل، په نېول سويو داعشیانو کې
د غلام رحیم او علي بیک په نومونو دوه ئې د داعش ډلې د انتقالاتو مسوولین دي.
مياخېل وايي پر دې سربېره درې طالب وسله وال هم نېول سوي، چې په بېلا بېلو ترهګريزو پېښو کي يې لاس درلود.

بل خوا چارواکی وايي، تېره شپه د ننګرهار د اچین په عبدالخېلو د بې پیلوټه الوتکې پرلپسې هوایي بریدونو کې د اسلم فاروقي په نوم د داعش ډلې قوماندان او درې داعشیان وژل سوي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږیاڼی په وینا اسلم فاروقي د پاکستان د پنجاب اوسېدونکی او په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې قوماندان و.
د خوږياڼی زياتوي، په دې هوايي بريدونو کې د داعشیانو پر مرګ ژوبلې سربېره د هغوۍ وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.