کور / تازه خبرونه / کرکټ : افغانستان له سعودي عربستان لوبه وګټله.

کرکټ : افغانستان له سعودي عربستان لوبه وګټله.

د افغانستان د کرکټ تکړه اتلو لوبغاړو د مالیزیا په کوالالمپور کې له سعودي عربستان نه نن خپله لوبه وګټله ، افغانستان ۱۷۵ منډې جوړی کړی او ایله څلور لوبغاړي وسوځېدل.
ټول ټال ۲۵ اورونه وشول.
افغان اتلانو ۱۲۲ منډې جوړې کړې ، خو دری سوځېدلي ، تراوسه ۲۱ اورونه شوي دي. افغانستان ۹۲ منډی وکړلې ، کپټان نوروز منګل ښه روان دی ۴۵ منډې یې یوازی وکړې ، دوه لوبغاړي سوځېدلي ، ۱۴ اورونه شوي دي. دافغانستان لوبغاړي د بېټېنګ لپاره میدان ته ننوتل ، تراوسه پنځه اورونه شوي دي او پنځه ویشت منډی جوړی شوي خو یو لوبغاړی سوځېدلی. د سعودي عربستان لوبغاړو افغانستان ته د ۱۷۲ منډو جوړولو موخه و ټاکله ، افغان بالرانو د سعودي عربستان ټول لوبغاړي وسوځول ، محمد نبي په افغان بالرانو کې ډېر ښه وځلید د سعودي پنځه لوبغاړي یې په یوازی ځان وسوځول ، هستي ګل عابد دری وسوځول، افغانستان ټول ۴۸ اورونه وکړل. د سعودي عربستان لوبغاړو ۱۴۴ منډی جوړی کړی ، ایله ۷ لوبغاړي یې سوځېدلي ۴۲ اورونه شوي دي. افغان بالرانو دسعودي عربستان ۶ لوبغاړي و سوځول ، سعودي ۹۸ منډی کړي ، ۳۳ اورونه شوي دي. سعودي عربستان ۶۹ منډې کړي ، ۴ لوبغاړی یې سوځېدلي، د افغانستان د کرکټ د لوبډلې اتل ستوري هستي ګل عابد دری تنه سوځولي او افغانستان ۲۴ اورونه کړي. د مالیزیا په کوالالمپور کې دافغانستان او سعودي عربستان ترمنځ سیالۍ همدا اوس روانه ده ، کپټان نوروز منګل پچه یا ټاس وبایله ، سعودي عربستان لومړی بېټېنګ پیل کړ.