کور / تازه خبرونه / د آيساف ټپي سرتيري ساه وركړه

د آيساف ټپي سرتيري ساه وركړه


د آيساف له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه كي د هغه سرتيري د مړيني يادونه سوې چي تېره ورځ په هلمند كي زخمي سوى و.
د آيساف خبرپاڼه وايي دغه سرتيري له خپلو ملګرو سره د هلمند په نادعلي ولسوالي كي پلې ګزمه كوله، چي د طالبانو په بريد كي زخمي سو او وروسته يې په روغتون كي ساه وركړه.
د ياد سوي عسكر هويت د آيساف له پاليسي سره سم نه دئ په ډاګه سوى، خو د هلمند په نادعلي كي ولسوالي كي د ناټو عسكر برتانويان دي.