کور / تازه خبرونه / ګردېز او ځاځيو ولسوالي کښي د ۲ کلينيکونو د بنسټ ډبره…

ګردېز او ځاځيو ولسوالي کښي د ۲ کلينيکونو د بنسټ ډبره…

نن د پكتيا ولايت په مركز ګرديز او اريوب ځاځيو ولسوالۍ كي د دوه PHD كلنيكونو دبنسټ ډبره كيښودل شوه.

لومړي د پكتيا مركز ګرديز په ۴۰ كيلومتري سپاهي خيلو په سيمه او دوهمه يي د اريوب ولسوالي د ګل غنډي په سيمه كښي موقيعت لري.

د دغو كلنيكونو ټول مالي لګښت ۲۲۰۰۰۰ امريكايي ډالره دئ؛ چي د عامي روغتيا وزارت د پرمختيايي بودجي لخوا وركول كيږي.

په پام كي ده چي د كلنيكونو دغه ودانۍ به په ۷ مياشتو كي ګټي اخيستني ته چمتو شي. د سيمي خلكو له ځاي والي ښاغلي همدرد څخه د روغتيا په بر خه كښي په منني برسيره له دولت څخه ، د كرهني ، سرك او ښووني او روزني په برخه كي د مرستي غوښتنه وكړه .