کور / راپور / عمران خان: په افغانستان کي اوسنی حکومت بايد منحل سي او موقت حکومت رامنځ ته سي

عمران خان: په افغانستان کي اوسنی حکومت بايد منحل سي او موقت حکومت رامنځ ته سي

د پاکستان لومړي وزير عمران خان يو ځل بيا په ښکاره ډول د افغانستان په چارو کي لاسوهنه کړې ده.

نوموړي ويلي، چي په افغانستان کي د سولي لپاره مهمه داده چي يو موقت حکومت رامنځ ته سي.

نوموړي دا خبري تېره ورځ په اسلام اباد کي خبريالانو ته کړي دي.

عمران خان ويلي، چي په افغانستان کي د طالبانو سره د خبرو اترو د کاميابه کېدلو لپاره مهمه داده چي دلته يو موقت حکومت رامنځ ته سي.

نوموړي ويلي، چي د طالبانو سره د سولي د خبرو اترو ستر خنډ اوسنی افغان حکومت دی.

د عمران خان په خبره، اوسنی افغان دولت بايد منحل سي او پر ځای ئې موقت حکومت رامنځ ته سي.

عمران خان له دې وړاندي هم ويلي وه، چي په افغانستان کي يو نوی حکومت رامنځ ته کېدونکی دی.

د نوموړي پر څرګندونو افغان سياسيونو سختي نيوکي وکړې او دا ئې په افغان چارو کي د پاکستان لاسوهنه وبلل.

په دې وروستيو کي د طالب وسلوالو سره د امريکا خبري اتري په قطر کي ډېري مهمي ګڼل سوي دي، خو جزئيات ئې تراوسه نه دي په ډاګه سوي.

په کور دننه کي هم ځيني کړۍ سته چي د افغانستان د اوسني حکومت پر ځای موقت حکومت غوښتنه کوي.

تېره ورځ ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند حنيف اتمر په مزارشريف ښار کي وويل، چي د رارواني ثور مياشتي وروسته بايد افغان دولت يو موقت حکومت اداره کړي.

افغان ولسمشر په وارو وارو ويلي، چي موقت حکومت په هيڅ وجه د منلو وړ نه دی او دا په هيواد کي کورنۍ جګړې ته د لار هوارولو په مانا دی.