کور / راپور / د کندهار ښوونکي: چارواکو مو د شپږو مياشتو تنخا ځنډولې ده

د کندهار ښوونکي: چارواکو مو د شپږو مياشتو تنخا ځنډولې ده

له دوو ورځو راهيسي د کندهار د ځينو دولتي ښوونځو ښوونکو درسي اعتصاب پيل کړی دی.

ښوونکي وايي، چي اعتصاب ئې له دې کبله پيل کړی دی چي دوی ته د شپږو مياشتو تنخا نه ده ورکول سوې.

دا په کندهار کي لومړی ځل نه دی چي د ښوونکو معاشونه تر مياشتو مياشتو پوري ځنډېږي، په تېر کي هم ښوونکو د دولتي چارواکو څخه ګېله کړې او وايي، چي ددوی د معاشونو د ستونزي په هکله هيڅ اقدام نه کوي.

د کندهار د احمدشاه بابا عالي ليسې ښوونکو چي درسي اعتصاب ئې پيل کړی وايي، چي د خپل حق غوښتنه کوي او غواړي چي معاشونه ئې پر وخت ورته ورکړل سي.

يوه ښوونکي محمد اشرف نيازی وايي، شپږ مياشتي کېږي چي تنخا نه ده راکړل سوې او په همدې موده کي ئې د کورنۍ د اړتياوو پوره کولو لپاره د ډېرو کسانو څخه پورونه کړي دي، چي اوس هم د مياشتنۍ تنخا ډېره برخه به پورونو ته ورکوي.

نوموړي وويل، چي د معارف رياست په دې هکله هيڅ همکاري نه ده کړې، بلکي په اخطاريه شکل ئې زموږ د درسي اعتصاب د ختمولو غوښتنه وکړه.

د کندهار د ښووني او روزني رياست د ډېرو نيوکو سره مخ  دی.

پر ياد رياست له دې امله نيوکي کېږي چي د خيالي ښوونکو، خيالي ښوونځيو او نورو فسادونو له امله په مياشت کي په مليونونه افغانۍ شخصي جېبونو ته ځي.

د کندهار اوسېدونکي وايي، چي د ښووني او روزني رياست لپاره بايد مهم کسان د ازموينو له لاري وګومارل سي.