کور / راپور / د افغانستان په هکله د عمران خان څرګندوني په پراخه کچه غندل سوي دي

د افغانستان په هکله د عمران خان څرګندوني په پراخه کچه غندل سوي دي

د پاکستان د لومړي وزير عمران خان څرګندوني چي د افغانستان په هکله ئې کړي په افغانستان او پاکستان کي غندل سوي دي.

نوموړي تېره ورځ وويل، چي د افغانستان د ستونزي حل يواځي او يواځي د مؤقت حکومت په جوړولو کي دی.

نوموړي په اسلام اباد کي خبريالانو ته وويل، د افغانستان اوسنی حکومت بايد منحل او پر ځای ئې مؤقت حکومت رامنځ ته سي.

د عمران خان د څرګندونو په غبرګون کي افغان دولت له اسلام اباد څخه خپل سفير عاطف مشعل راوغوښت او په د بهرنيو چارو وزارت په کابل کي د اسلام اباد مرستيال سفير احضار کړ.

دا لومړی ځل نه دی چي عمران خان د افغانستان په هکله د مؤقت حکومت جوړولو خبره کوي، له دې وړاندي ئې په قبائلو سيمه کي هم ورته څرګندوني کړي وې.

د عمران خان يادي څرګندوني په کور دننه پاکستان کي هم ګڼو سياسي څېرو غندلي دي.

پخوانی سناتور افراسياب خټک پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چي عمران خان غواړي د طالبانو دريځ پر افغانانو وتپي او په دې سره د طالبانو هغه غوښتنه چي د مؤ قت حکومت په هکله ئې کړې وه پوره سي.

نوموړی وايي: په افغانستان کي د مؤقت حکومت د جوړیدو په اړه د عمران خان څرگندوني له شک پرته د دغه هيواد پر ملي حاکمیت تیری دی. په افغانستان کي د قدرت د انتقال په اړه خبري د سولې د خبرو موضوع وه چي افغانانو به د یو بل سره کوله.”

نوموړي ويلي، د عمران خان دا ډول څرګندوني په ښکاره ډول د بين الافغاني خبرو اترو سپکاوی دی.

بل خوا سياسي شنونکي وايي، چي د عمران خان څرګندوني په اصل کي د پاکستان د پوځ خبره ده ، چي د عمران خان په خوله ئې کوي.

د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ مشر علي وزير هم د عمران خان د څرګندونو په غبرګون کي ويلي، چي دا د افغانستان پر ملي حاکميت ښکاره تېری دی.

” نوموړي پر ټويټرپاڼه ليکلي: “د سیمې د امنیت او سوکالۍ لپاره اړينه ده چي هیوادونه د یو بل د ملي حاکمیت درناوی وکړي.

همداراز د پښتون ژغورني غورځنګ بل مشر محسن داوړ ويلي، چي دا ډول څرګندوني د غندولو وړ دي.

: “د عمران خان دا خبره چي په افغانستان کي دي موقت حکومت جوړ سي، د غندلو وړ خبره ده. دا د گاونډي هيواد پر وړاندی یو ډیر ناوړه ډپلوماتیک دریځ دی.”

 

په پېښور کی د سياسي چارو بل شنونکی پروفيسر اسماعيل بيا پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي: “عمران خان خپل ملک نه سي سمبالولی او ګاونډي افغانستان ته مشورې ورکوي. دا کس د جنرالانو په غلامۍ کي هر څه کوي. د افغانستان په کورني چارو کي د پاکستان لاسوهنه د زغملو نه ده.”

همداراز په افغانستان کي اجرائيه رياست او ګڼو سياسيونو دا ډول څرګندوني بې شرمانه بللي دي.