کور / #PTM / د افق انګازې

د افق انګازې

ليکنه: مجید ژړاند

خدایزده له کومه ځایه یې پیل کړم، داسې یوه ځوانه هستۍ، چې موسیقۍ د خپل ژوند مینه ګڼي، د ویده افغان د ویښولو په پار د ازادۍ انقلابي سندرې د موسیقۍ په سروتال کې وایي او افغان لوی وطن د یووالي سرودونه زمزمه کوي.

له کلونو راهیسې چې افغان لویه خاوره د پردۍ نیابتي جګړې مېنه پاتې شوې ده، په لروبر کې د افغان ولس وژنه روانه ده، ښارونه یې ویجاړېږي، هستۍ یې لوټېږي، پر ناموسونو یې د تور سامراج دښمن منګولې ښخېږي، له امو تر اباسینه یواځې او یواځې  افغان زلمی د وژنې او راغورځونې مستحق  دی.

 افق صاحب د موسیقۍ پر مټ د افغان ويښتابه هڅې کوي او د خپل ولس د بیدارۍ زمه واري یې اخیستي ده.

په متفاوته موسیقۍ د خپل زړه درد تر ولسه رسوي او په خوږ اواز سره د پښتون افغان شلېدلي ګرېوان ګنډلو ته د ستنې او تار لټه کوي.

افق د لروبر د یووالي یو کتاب خبرې  د موسیقۍ په سر او تال کې وایي، د شعرونو او غزلونو انتخاب یې بله کامیابۍ ده، چې  د ویلو لپاره غوره شعر انتخابوي او بیا د خپل جادویي غږ پر مټ د خپل ولس دردونه راښیي، د موسیقۍ پر مټ د افغان ولس  بیا یو ځای کېدل غواړي.

اعجاز افق دا مهال ازاد افغانستان کابل ښار کې دی، تېره شپه د لوی افغانستان تحریک او یاران بنسټ له لوري یې په درنښت سندریز ماښامی و، افق  یو عجیب او متفاوت سندرغاړی دی، هر سندره یې تر بلې خوږه او خوندوره وي، دغه ماښامي یو عجیب کیف لاره، که سندرې یې د موسیقۍ په سر اوتال ځانګړی خوند او کیف لاره، نو د شعر انتخاب او پیغام یې بیا هغه څه وه، چې ما تر اوسه د هیڅ کوم ناصح له خولې داسې څه  اورېدلی نه دی، چې پر ما یې اغېز کړی وي، خو افق زموږ په نبض پوهېده، هره سندره مې له جوش اوهیجان سره بدرګه کوله، اوښکې مې تویوولې، د  شعر دقیق انتخاب، پیغام او جادویي غږ به یې  حتما ویده افغان د خوب له بستره راپاڅوي او د خپلو ازلي دښمنانو نه به د خلاصون پر لاره تګ ته ځان جوړوي، په وجود نیم ملت به بیا پر ځان تکیه شي، د سامراجي دښمن د استعمار او محکومیت کړۍ به ماتې شي، د واحد، پرمختللي، بسیا او اباد لوی افغانستان حقیقت ته به رسېږو.

خو دا هغه مهال شوني ده، چې د اعجاز افق په څېر هنرمندانو مالي او معنوي لاسنیوی وشي، د خپل هنر انګازې یې د نړۍ تر کونجونو ورسېږي، د ژوند اسانتیاوې ورته برابرې شي او د خپل فن د لا بډاینې لپاره په ازاد افغانستان کې ورته د موسیقۍ د زدکړې اسانتیاوې برابرې شي.

د محکوم افغانستان، جنوبي پښتونخوا پر خاوره دغه راټوکېدلی ګل پالل غواړي، موږ د لوی لښکر پر مټ هومره ژر  د بریا تر منزله رسېدلی نه شو، لکه څنګه چې د افق په څېر سندرغاړي موږ د خپل  هنر  په خوږو د سوبې تر میدانه رسوي