وړانګه لوڼۍ: د ترهګرۍ جګړه په لوی لاس جنوبي پښتونخوا ته وړل کېږي

Aziz Rahman Hazim | مارچ 27th, 2019


نن سنځاوۍ ته ورغلې ټولې لارې هم د احتجاج په توګه تړل شوې وې او له دې سیمې لورالای، دوکۍ او کوټې ته د تلونکو هر ډول موټرو د تګ راتګ مخه نیول شوې وه.

نن ددريمي ورځي لپاره د بلوچستان په سنځاوۍ کي پر ليويز عسکرو د بريد پرضد احتجاجيه غونډه روانه وه.

د غونډي ګډونوال وايي، چي په همدې سيمه کي پر ليويز پوليسو د بريد په تړاو حکومت هيڅ پلټني نه کوي او نه ئې تراوسه په دې هکله تحقيقات شروع کړي دي.

د مارچ پر اتمه نېټه په همدې سيمه کي  پر ځايي پوليسو يا ليويز باندي بريد وسو چي ګڼ کسان ئې ووژل او ډېر شمير ئې ژوبل کړل.

نن سنځاوۍ ته ورغلي ټولي لاري د احتجاج په توګه تړل سوي وې او له همدې لاري لورلايي، کوټي او دوکۍ ته تلونکو موټرانو مخه نيول سوې وه.

غونډي ته نن د چهارشنبې په ورځ د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښه وړانګه لوڼۍ هم ورغلې وه.

آغلي وړانګي غونډي ته په وينا کي وويل، چي په لوی لاس د ترهګرۍ جګړې څپه د بلوچستان لوري ته راوړل کېږي او د يو پلان له مخي پښتنې سيمو ته د ترهګرۍ جګړه انتقالېږي.

وړانګي لوڼۍ وويل: “له وزیرستانه ئې جنګ په ډېره منظمه پالیسۍ جنوبي پښتونخوا ته را دننه کړ او دا جنګ اوس روان دی، موږ پر خپله خاوره کله هم جنګ نه دی غوښتی او نه د بل چا جنګ پر خپله خاوره برداشتوو”.

 

سنځاوۍ پرلت

غونډي ته ويناوالو د پاکستاني رياست خلاف ويناوي وکړې او وئې ويل، چي پاکستان دولت په لوی لاس د پښتنو په سيمه کي جګړه پيلوي.

نن د احتجاجي غونډې په پای کي د سنځاوۍ د ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو یوې خبري غونډې ته په وینا کي خبرداری ورکړ، چي احتجاج به ئې تر دوو اوونیو پورې روان وي.

خبري غونډې ته په وینا کي د عوامي نېشنل ګوند سیمه ییز مشر فرید الله خان وویل د پېښې پلټنې ته د عدالتي کمېشن جوړول د احتجاج کوونکو مهمه غوښتنه ده:

“موږ پر عدالت باور لرو چي د دې پېښې پلټنې وکړي، د سیمې له خلکو سره ډېر شواهد دي او دوی به  ټاکل سوي قاضي ته هغه شواهد وړاندې کړي. موږ څه غير قانوني غوښتنه نه کوو او نه د تشدد خواته ځو بلکې په سوله ییزه توګه احتجاج کوو”.

د سنځاوۍ احتجاجي پرلت.

تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم د ټلیفون له لارې احتجاج کوونکو ته وینا وکړه او د سنځاوۍ په ګډون د صوبې په نورو پښتني سیمو کې وروستي هدفي بریدونه یې پلان سوي وګڼل.

Copyright Larawbar 2007-2024