کور / راپور / هند د سټلايټ ضد توغندۍ په برياليتوب سره وازمويل

هند د سټلايټ ضد توغندۍ په برياليتوب سره وازمويل

هند ويلي خپلو هوایي یا خلایي اثاثو ته دپېښو ګواښونو مخنيوي لپاره يې دشورو په ورځ ديو سيټيلا يټ ضد توغندي ازموينه کړې خو وايي په خلا کې دوسلو زغل ته دننوتلو هيڅ پلان نه لري.

هند وايي، په فضا کي د خپلو سامان الاتو د خوندي ساتلو په موخه ئې نن چهار شنبه د سټلايټ ضد توعندی په بريالۍ توګه توغولی دی.

هند وايي، د دغه توغندي په توغولو سره د وسلو زيرمتون ته د ننوتلو هيڅ پلان نه لري.

د هند لومړي وزير نريندرا مودي نن وويل، خوښ يم چي دا توغندی په بريالۍ توګه خپل ماموريت ترسره کړ، دا د هند د تاريخ يو ستر پرمختګ دی.

نوموړي خپل اولس ته په وينا کي وويل: “دهند لپاره دا یوه ستره شېبه ده، داسې څه چي بايد موږ ټول پرې ووياړو ، موږ نه يواځي پر ځمکه، اوبو او هوا کي د ځان څخه د دفاع وړتيا لرو، بلکي اوس په خلا کي هم د دفاع جوګه يو.”

له امريکا، روسيې او چين څخه وروسته هند د نړۍ څلورم هيواد دی چي دا ډول توغندۍ ئې فضا ته توغولې ده.

د هند د بهرنيو چارو وزارت هم په يو بيان کي ويلي، په دې سره به هند وتوانېږي چي په فضا کي د دوی سامان الاتو ته متوجه خطرونه له منځه يوسي. او د خپلو سامانونو دفاع وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، دا ازموينه په لاندينۍ فضا کي ترسره سوې ده، ترڅو دا باوري سي چي په خلا کي د يادي توغندۍ پاتي شوني پاتي نه سي او د څو اوونيو په تېرېدلو سره پاتي شوني پر ځمکه راولوېږي.