کور / راپور / کونړ: د طالبانو او داعش جګړې زرګونه کورنۍ بېځايه کړي دي

کونړ: د طالبانو او داعش جګړې زرګونه کورنۍ بېځايه کړي دي

د کونړ اوسېدونکي وايي، چي ددغه ولايت په چپه دره کي د طالبانو او داعش وسلوالو ترمنځ د جګړې له امله په زرګونو کورنۍ له سيمي وتلي دي.

د ځايي اوسېدونکو په وينا طالبانو او داعش وسلوالو د رواني حمل مياشتي پر دوهمه نېټه جګړه پيل کړه.

خلګ وايي، چي دواړي ډلي د ولسي کورونو څخه استفاده کوي چي ددوی ورځنی ژوند ئې په ټپه وردرولی دی.

د خلګو په خبره، په سيمه کي د سختي نښتي وروسته طالبان له دوو دريو درو څخه پر شا سوي دي او سيمه ئې داعش وسلوالو ته پرې ايښې ده.

د سيمي اوسېدونکي وايي، چي داعش وسلوالو په سيمه کي د سختي رويې له امله خلګ د خپلو سيمو پرېښودلو ته اړ سوي دی.

د سيمي يو قومي مشر وايي: خلګ د لوږي، تندي او تباهۍ سره مخ دي، هيڅ نه لري، نو له همدې وجي ئې له خپلو سيمو کډه کړې ده.

د کونړ د چپي درې ولسوال خليل الله خليلي وايي، د جګړې له امله شاوخوا دوه زره کورنيو خپلي مېني پرې ايښي دی.