کور / راپور / په دوو اونيو کي به په قطر کي د طالبانو سره بيا د سولي خبري پيل سي

په دوو اونيو کي به په قطر کي د طالبانو سره بيا د سولي خبري پيل سي

تمه ده چې په شااوخوا دوو اوونیو کې به په قطر کې له طالبانو سره د افغانستان د سولې لپاره غونډه جوړه شي.

تمه ده  د دوو اونيو په ترڅ کي د قطر په پلازمېنه دوحه کي د طالبانو سره د سولي په تړاو خبري اتري پيل سي.

دې غونډي ته د چمتووالي لپاره د قطر د بهرنيو چارو وزارت يوه پلاوي په روانه اونۍ د ګڼو حکومتي چارواکو او له حکومته بهر سياستوالو سره وکتل.

په همدې تړاو تېره ورځ د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله يوې غونډي ته مالومات وړاندي کړل.

نوموړي وويل: “په قطر کي یوه انسټیټیوټ بلنه ورکړې چې د دې لپاره تېره ورځ د قطر د هېواد استازی راغلی وو، مشورې ئې کولې. دوی یو شمېر افغانانو ته بلنه ورکوي. په‌دې برخه کې لا هر څه نهایي سوي نه‌دي. له دوی سره د هغو کسانو چي دعوت ورکوي، یو لېست سته. وروستۍ مسئله هر اړخیز مذاکرات دي چي په هغو کي به دولت هم وي او نور به هم وي، خو په‌دې برخه کي لا وخت نه ‌دی ټاکل سوی او نهایي موافقه هم نه ‌ده سوې.”

په کابل کي د قطري پلاوي مشري د دغه هېواد د بهرنیو چارو په وزارت کي له ترهګرۍ سره د مبارزې او په شخړو کي د منځګړیتوب د چارو ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني کوله.

دغه پلاوي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۶» د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون له یو شمېر افغان سیاستوالو سره وکتل.

همداراز ئې د سولې د عالي شورا د دارالانشاء له غړو سره خبرې وکړې.

د سولې عالي شورا جګ‌پوړي غړي قاضي محمد امین وقاد ازادي راډیو ته وویل چې د سولې خبرې یوازې هغه وخت نتیجه ورکوي چې دواړه لوري، حکومت او طالبان په‌کې وي.

تر اوسه دا څرګنده نه‌ده چي د دوحې په راتلونکې غونډه کي به د افغانستان کوم سیاستوال برخه اخلي، خو طالبان ټینګار کوي چي د ملي  وحدت حکومت له استازو سره د سولي خبرې نه‌کوي.