کور / #PTM / منظور پښتين: نړيوال دي زموږ سيمو ته راسي، وبه ويني چي څومره بې ګناه کسان لادرکه سوي او وژل سوي دي

منظور پښتين: نړيوال دي زموږ سيمو ته راسي، وبه ويني چي څومره بې ګناه کسان لادرکه سوي او وژل سوي دي

د بخښني نړيوال سازمان په خپل تازه راپور کي ويلي، چي پاکستاني استخبارات په زيات مشېر پښتانه او بلوڅان لادرکه کړي او د هغوی د ځای ځايګي په هکله هيڅ مالومات نه ورکوي.

په پښتني او بلوڅ سيمو کي هره ورځ په لسګونو کسان د پاکستان د امنيتي ادارو له لوري برم ته کېږي او د سختو شکنجو وروسته وژل کېږي يا ئې په نامالومه زندانونو کي ساتي.

د پاکستان جاسوسي ادارې د پښتنو د فعاله کسانو د له منځه وړلو، وژلو او د پښتنو د کمزوري کولو لپاره ډېري هلي ځلي کوي او غواړي چي د سيمي پښتانه په ستونزو کي وساتي ترڅو خپلو حقوقو ته لاسرسی پيدا نه کړي.

د بخښني نړيوال سازمان هم د پاکستان پر استخباراتي کړيو نيوکه کړې او ويلي ئې دي چي بېګناه کسان وژني او د پښتنو د مبارزې د مخنيوي لپاره د ربړوني او زور څخه  کار اخلي.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين او د بلوڅ لادرکه کسانو د لټون سازمان مشر ماما عبدالقدير بلوڅ د بخښني نړيوال سازمان وروستی راپور ستايلی دی او ويلي ئې دي چي نور باید د پاکستان پر حکومت فشار راوړل سي ترڅو د لادرکه کسانو ځای ځايګی مالوم سي.

منظور پښتين وايي: “کوم کېسونه چي رجسټر سوي دي تر هغوي زیات لا هم غیررجسټر پراته دي. دوي د پښتونخوا او بلوچستان د ليرې پرتو سیمو دي او په ځانګړې توګه د قبایلي سیمو چېري چي هیڅ عدالت نه وو. او د دوي یو خو اسلام اباد ته رسېدل ګران وو او بل دا کورنۍ دومره ځورول سوې وې چي دوي له دې وېرې هم د خپل ورکو کسانو په اړه کیسونه نه کول چي ګواکې بیا به دوي هم وتښتول سي”.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې یواځې دوی  تر ۸۰۰۰ د زیاتو لادرکه پښتنو په اړه کره مالومات غونډ کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له رامنځ ته کېدو وروسته ، د دوي په وینا ، یو شمېر کسان راخوشي سوي هم دي.

ښاغلی پښتين وايي: د بخښني نړيوال سازمان همکاران بايد د ورکو سويو کسانو د مالوماتو راغونډولو لپاره هري سيمي ته ورسي او له نژدې وګوري چي څومره کسان ورک سوي او وژل سوي دي.

د پښتين په خبره، په هره سيمه کي د هماغه ځای اوسېدونکي په ډاډه زړه د نړيوال سازمان سره د خپلو کورنيو د ورکو سويو کسانو راپور شريکوي.

پاکستان هڅه کوي چي پښتانه مشران، ځوانان او تعليم يافته وګړي ددې لپاره ووژني او يا ئې زنداندي کړي ترڅو هغوی د خپلو حقونو ږغ پورته نه کړي.

خو د پښتون ژغورني غورځنګ ( پي ټي ايم) د رامنځ ته کېدلو سره سم ډېری پښتنو د خپلو حقونو د لاسته راوړلو لپاره هلي ځلي خورا چټکي کړي دي او ددې غورځنګ په هڅو سره کېدای سي پر پښتنو د روان ظلم لړۍ پای ته ورسېږي.