کور / راپور / په کابل کي تر ۹ کاله ځنډ وروسته د پنجشنبې په ورځ دولتي ادارو کار پيل کړ

په کابل کي تر ۹ کاله ځنډ وروسته د پنجشنبې په ورځ دولتي ادارو کار پيل کړ

نن پنجشنبه په کابل کي دولتي ادارو مامورينو خپلو وظيفو ته دوام ورکړی دی.

دا د تېرو نهو کلونو وروسته لومړی ځل دی چي د پنجشنبې په ورځ دولتي مامورينو خپلو رسمی کارونو ته تللي دي.

په ۱۳۸۹ کال کي حکومت پرېکړه وکړه چي د کابل ښار دولتي ادارې بايد د پنجشنبې په ورځ رخصتي وي او د اونۍ د نورو ورځو کاري ساعتونه ئې تر شپږو بجو پوري دوام کاوه.

هغه وخت حکومت ويلي وه، چي د پنجشنبې ورځي رخصتي ئې د کابل د ککړي هوا مخنيوی او په ښار کي د ګڼي ګوڼي کمېدل او د چاپريال خونديتوب دی.

خو اوس د وزيرانو شورا پرېکړه کړې چي د ۱۳۹۸ کال څخه به نور د پنجشنبې ورځي رخصتي ختموي او د ورځي کاري ساعتونو وخت  به د شپږو بجو څخه پنځو بجو ته راکښته کوي.

د کابل اوسېدونکو ترڅنګ ګڼ شمېر حکومتي مامورين هم په ياده پرېکړه خوښ دي.

د دوی په خبره، په دولتي ادارو کي د خلګو د کارونو د ځنډ يو لامل هم د پنجشنبې ورځي رخصتي وه، خلګ به له نورو ولايتونو څخه راغلل خو د پنجشنبې په ورځ به ئې کار نه کېدی او دلته په کابل کي به ئې د استوګني ځای هم نه لاره، دا ددوی لپاره ډېره ستونزمنه وه.

يو حکومتي چارواکی وايي، د پنجشنبې ورځي له رخصتۍ وړاندي به مامورينو د جمعې په شپه تر ۱۲ بجو کار کاوه، کله چي د پنجشنبې ورځ رخصتي سوه، نو مامورينو به د چهارشنبې په ورځ د پخوا د بنجشنبې د ورځي چلند کاوه، په همدې چهار شنبه به ئې تر ۱۲ بجو کار کاوه او کارونه به ئې د شنبې تر ورځي پوري ځنډول.