کور / راپور / خليلزاد: دداسي سولي راوستلو کي مرسته کوم، چي امريکا ته پکي خطر نه وي

خليلزاد: دداسي سولي راوستلو کي مرسته کوم، چي امريکا ته پکي خطر نه وي

د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي، چي د افغانستان د سولي په پروسه کي د شخصي اجنډا نه لري.

نوموړي چي نن د بي بي سي سره مرکه کړې ويلي، چي دی د امريکا د استازي په توګه هڅه کوي چي په افغانستان کي سوله او ثبات ټينګ سي.

نوموړي ويلي، زه ډاډ ورکوم چي په افغانستان کي کوم شخصي پروګرام نه لرم. زما مسؤوليت دادی چي په افغانستان کي د داسي سولي راوستلو کي مرسته وکړم چي امريکا ته پکي خطر متوجې نه سي.

نوموړي پر داسي مهال دا څرګندوني کړي چي څو ورځي وړاندي د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پر خليلزاد توندي نيوکي وکړې او وئې ويل، چي خليلزاد غواړي د طالبانو سره په خبرو اترو کي خپلي شخصي غوښتني ځای پرځای کړي او د افغان دولت مشروعيت له زيانمن کړي.

د ډاکټر محب پر يادو څرګندونو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت توند غبرګون وښودی.

ياد وزارت په يوه خبرپاڼه کي وويل، چي پر خليلزاد نيوکه د امريکا پر بهرنيو چارو وزارت نيوکه ده.

خو بل خوا په کور دننه کي د ډېرو افغانانو له خوا د ډاکټر محب د څرګندونو ستاينه وسوه، اود افغانانو په باور ډاکټر محب په قطر کي د پردې ترشا د امريکا او طالبانو د خبرو اترو څخه پرده پورته کړل.

د رواني مياشتي په لومړيو کي د قطر په پلازمېنه دوحه کي طالبانو او امريکايانو مخامخ خبري وکړې، چي جزئيات ئې د افغان دولت او افغان اولس سره نه دي شريک سوي.

افغان دولت د امريکا او طالبانو د وروستيو مذاکراتو څخه ځکه ناخوښه دی، چي په دې پروسه کي افغان حکومت څنډي ته سوی دی.

طالبانو په وارو وارو ويلي، چي د افغان دولت سره خبرو ته نه کښېني.

ځينو امريکايي سياسيونو ويلي، چي په روانو خبرو اترو کي د افغان حکومت څنډي ته کول به د سولي خبري ټکنۍ کړي.