کور / سياسي / د پښتون قام تحريکونو/د پښتون قام نېشنلزم مخي ته کوم کوم خنډونه دی!!

د پښتون قام تحريکونو/د پښتون قام نېشنلزم مخي ته کوم کوم خنډونه دی!!

لراوبر ډاټ کام

تحرير: حبيب پښتون/ليونې پښتون

لراوبر ډاټ کام

د پښتون قام په تاريخ کې چې هر چه د خپل ملت د يوالي په خپله خاوره دظلم خلاف هلې ځلې پيل کړي دي,نو هر يو تحريک ته دښمنانو ورته پر ضد خپل وروڼه او خپل اولس راپارولي دي. او دهر وخت تحريک يې نه دي پرېښی چې پر مختګ وکی او پښتانه سره يو موټی او په يو اتحاد يی کی.
که د پښتون قام تحريکونو ته يو لنډه کتنه وکو نو د به راته په ډاکه شي چي د پښتون قام تحريکونو په هر دور کې د خپلو د لاسه کمزوری شوی يا خپل هدف او مورام ته نه دي را سيدلي.
د پښتون افغان خاوری ډير تحريکونه را پيدا کړي دي چی ځينی لوي لوي تحريکونه لکه بايزيد پيرروښان,خوشال خان خټک, د افغانستان استقلال غازي امان الله خان,د خان شهيد عبدالسمد خان او باچاخان ملی مبارزی داسی موجوده وخت کۍ عوامي نيشنل ګوند, پښتونخوا ميپ ورسره د پښتون قام نوي تحريک پي ټي ايم.
بايزيد پيرروښان خو ډير لوی تحريک وو. خو موږ يي د يو اړخ ته راځو چي کله بايزيد پيرروښان د خيرالبيان په شمول د څو نورو د پښتو کتابونو په ليکلو سره يي دپښتو ژبي خدمات شروع کړل او د پښتو ژبې څراغ بل کړ. او بيا يي د پښتنو د يووالي لپاره هلې ځلې پيل کړی.نو د وخت دښمنانو يعنی مغلو ورته اخوان دروېزه را مخته کو او د خپلو پيرانو او پښتنو ضد مريدانو په مرسته يې پر بايزيد د کفر ټاپه ولګوله, بايزيد پيرروښان ته يې پير تاريک وويل. نو په دې توګه د بايزيد پيرروښان هلې ځلې له نا کامۍ سره مخامخ شوي.
خوشال خان خټک د قلم او تورې په وسيله د مغلو په خلاف را ميدان ته شو او مبارزه يي پيل کړله.نو مغلو هم خوشال خان خټک ته دخپلي کورنۍ کس د خوشال خان خپل زوی بهرام خان دښمن کړ او له خوشال خان خټک سره يې جکړه پيل کړه.
بيا چي کله په افغانستان کې غازی امان الله خان دانګريز انو په ضد را ميدان ته شو او د انګريز په ضد يې جګړه پيل کړه او خپلواکي ترلاسه کړه. نو بيا انګريز د امان الله خان په خلاف ملايان راپورته کړل او لومړی کوډ ملا په ۱۹۲۱کال کې دپکتيا له لارې لومړی پاڅون وکو. اوبيا يي دامان الله خان په ضد دکفر فتوي صادر کړه او امان الله خان يې د هيواد پر ېښولو ته مجبور کړ.
په د توګه انګريزانو پلوايان اقتدار او واک ته ورسول.
همداسې د خان شهيد عبدالسمد خان اچکزي او باچاخان ملی مبارزی ته هم دښمن ډير خنډونه جوړکړل او دويو مخنيوي دپاره يا ده ديو د ملي مبارزی په ضد يي هم ډير تبليغات وکړل. او پر خان شهيد عبدالسمد خان اچکزي او باچاخان باندي دښمن د کفر ټاپي وو هل شوي.
بيا د وخت سره سره په هر دور کۍ د پښتون قام په رهبر انو او په مشرانو نابدي قسمه قسم تورنه او الزامات هم لګوي. په موجوده دور کۍ په پاکستان که محمو د خان اچکزي باندي د غداري ټاپی سره سره يو پاکستانی عالم ور باندي د اسلام توهين هم ا لزام پوري کړي وو.
اوس که مونګ پي ټي ايم ته راشو نو په موجوده وخت کۍ د بايزيد پيرروښان,خوشال خان خټک د تحريکونو يوه کړۍ ده. د ته به هم دښمن ده ديو پر ضد خپل کسان او خپل اولس را مخته کوي لکه څنګه مو چي بايزيد پيرروښان,خوشال خان خټک د تحريکونو ذکر وکو. په د تحريک کله هم دښمن مخامخ ګوزار /بريد نه کړي او نه يې په مستقبل کۍ.
دښمن ورته ډير جالونه جوړ کړي دي چي اولنۍ وار يي د پاکستان زنده باد مومنټ په شکل/بڼه کي را مخته کو, پاکستان زنده باد مومنټ په ټول پاکستان کی هيچ تصور نشته دی او سرف د پښتنو په سيمی کی شتون لری. ۲يم دFIR په شکل کۍ. خو ناکام شو. ۳يم د پروفيسر ابرهيم لوڼی شهيد په شکل کی. خو د ارمان شهيد ته د معلومه شوا چی سره تحريک نور ورځ په ورځ زور نيسی او د اولس همدري ورسره زياتيږی. نو اوس به ورسره هغه عمل کوي چي کوم عمل يې د بايزيد پيرروښان,خوشال خان خټک او داسی نورو تحريکونو سره کړي دي.
خداي داسي نه وکی چه يو ځل بيا مونګه خپل تحريک د خپلو د لاسو نه ور کو۰ .که چرته مونګ يو موټی شو يو اتحاد شو يو آواز شو نو هغه ورځ لري نه ده چه مونګ به يو آزاد او پر مختللي او په خپلو وسائلو په خپله خاوره خپل اختيار لرونکي قام به وو. د هلته کيږی چه ده دپښتون قام د نوی تحريک ته ټول پښتون قام هغه چي د کوم ګوند نظريه لرونکی وي هغه خپل ذاتی مفاد په اجتماعی مفاد قربان کی او دلته راشی د نوی سباون لپاره شپه او ورځ کار وکی.