کور / تازه خبرونه / په کندهار کي د مدني ټولنو د استازو بورډ جوړ سو

په کندهار کي د مدني ټولنو د استازو بورډ جوړ سو

په جنوب زون د دریو ولایتونو لپاره دمدني ټولنو سکرتریت جوړ او د رهبرۍ بورډ لپاره يي ټاکني وسوي.


چي دکندهار لپاره ۷ تنه، دزابل او هلمند لپاره ۵ تنه د رهبرۍ بورډ غړي د دوو کالو لپاره وټاکل سول.
دکندهار لپاره عزت الله اریال دبورډ رئیس، مریم درانۍ معاوینه، ویس همکار دمنشي په توګه او حکمت الله صلحي، عبدالحی کاکړ عبدالرحمن نظري او زهرا احمدي دبورډ غړي او دکمیټو ریسان وټاکل سول.

عبدالحي کاکړ وويل به په کندهار کي دټولو مدني ټولنو او انجیو ګانو ترمنځ دهمږغي، ګډ کارکولو، حق غوښتلو، ستونزو دحل او نورو برخو کي په رضا کار ډول په کډه کار کوو او زموږ سره دټولو مدني ټولنو رسمي غړي کولای سي د کمیټو په فعال ساتلو او هرډول فعالیتونو کي فعاله ونډه واخلي.