کور / راپور / په هرات، فارياب او بادغيس کي اورښتونو درانه مالي او ځاني تلفات اړولي دي

په هرات، فارياب او بادغيس کي اورښتونو درانه مالي او ځاني تلفات اړولي دي

د پنجشنبې په ورځ په هرات، فارياب او بادغيس ولايتونو کي د سختو اورښتونو له امله شاوخوا ۲۰ تنو خپل ژوند بايللی دی.

همداراز په دغه سيلابونو کي د سر زيان ترڅنګ ډېر مالي تاوانونه هم خلګو ته اړولې دي.

د فارياب والي نقيب الله فايق وايي، ددغه ولايت په خواجه سبز پوش ولسوالي کي ډېر اورښتونه او سيلابونه راغلي دي، خو په نورو ولسواليو کي هم باراونو تاوانونه پېښ کړي دي.

د ښاغلي فايق په خبره، تراوسه په دغه ولايت کي سيلابونو اته تنه وژلي او شپږ نور ژوبل دي.

ښاغلي فایق وايي ” تیره شپه د ولایت مرکز کي هم سیلابونه راوتلي وه، چي له امله ئې په سلګونو کورونه زیانمن سوي دي”.

د فارياب دولتي چارواکي وايي، چي د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش، دولت اباد، پښتون کوټ او شیرین تګاب په ولسوالیو کي خلکو د نورو ولسوالیو پرتله په سیلابونو کي زیات زیانونه لیدلي دي.

د فاریاب ولایتي چارواکو په خواجه سبزپوش ولسوالۍ د ۱۵۰۰ کورونو او ۴۰۰ دکانونو ته د زیان رسیدلو او یا د ویجاړیدو خبر هم ورکړی دی.

بل خوا د هرات ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د انجیل، ګذره، رباط سنګي او کشک کهنه د ولسوالیو په کلیو کې سیلابونو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي.

په هرات ولایت کې ډاکټران وايي، په دغو سیلابونو کې نهه تنه وژل سوي دي.

خو عیني شاهدان وايي، په سیلابونو کي له ديارلس تنه وژل سوي دي.

د هرات د فواید عامې رئیس سید عبدالله حمایت وايي، په دغه ولایت کې سیلابونو د هرات – تور غونډۍ د سړک یوه برخه هم نړولې، چي له امله یې دا  لویه لار او د هرات – اسلام قلعه لویه لار د ترافیکو پرمخ بنده سوې ده.

د بلې خوا د مهاجرت نړیواله اداره “آی او ایم” وايي، چي په هرات ولایت کي د پنجشنبې د ورځي د سخت اورښت وروسته سیلابونو د هرات د ښار په ګډون په شلو ولسوالیو او کلیو کي خلکو ته زیانونه اړولي دي.

همداراز د بادغیس چارواکي وايي، چي د دغه ولایت د جوند او قادس په ولسوالیو کي د تیري ورځې د سیلابونو له امله د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه وژل سوي دي.

د افغانستان د هوا پیژندنې ادارې د رواني اونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په یو شمیر ولایتونو کي د سخت اورښت او سیلابونو د راوتلو په اړه له وړاندې خبرداری ورکړی وو.